بازتاب نیوز

د ولسمشر غني او انګیلا مېرکل لېدنه

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

جمهوررئیس غني د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره لیدنه کړې ده.

میرمن میرکل د دې لیدنېپر مهال د دوامدراه مرستو ژمنه کړې ده.ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو او ټولو پام وړ موضوعاتو په هکله بحث او خبرې شوي دي.د جرمني لومړۍ وزیرې د ولسمشر داوربند نوښت وستایه او غني ته یې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ، د جلغوزیو د بازار موندنې او حرفوي زده کړو په برخو کې د خپل هېواد د اوږدمهالو ژمنو ډاډ ورکړ.جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د جرمني د هېواد او خلکو د سخاوتمندانه مرستو او د سولې پروسې څخه د ملاتړ او د همکاریو د دوام مننه وکړه.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/35119-2018-07-13-05-18-54

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading