بازتاب نیوز

د ناټو امریکايي جنرال وايي: په افغانستان کې ولسونه سوله غواړي

٢٢ سرطان ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

 د ناټو د اروپايي ځواکونو لوي قوماندان، جنرال کورتیس سکاپاراتي ویلي، دا چې په اوربند مراعت شو او ډېرو طالبانو د جګړې ډګر نه ولاړل څرګندوي چې ولسونه واقعي سوله غواړي. دناټودې امریکايي جنرال پرون په بروکسل کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ريښتینی پرمختګ کړی او ناټو یې پرروزنه کار ته ادامه ورکوي څو دا هېواد یووار بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي. کورتیس سکاپاراتي: “دناټو د نهه ویشت غړو او زموږ شریکانو یو وار بیا له جمهوررئيس اشرف غني سره ژمنه اعلام کړ، ورته ویې ویل چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله به مالي مرستې کوي. زموږ پیغام دا دی چې موږ تر هغو چې په افغانستان کې داسې شرایط چې موږ یې غواړو برابرېږي، هلته پاتې کېږو. ” هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پرون پاي ته ورسېده . په دې غونډه کې د افغانستان دملي وحدت حکومت مشرانو هم ګډون درلود او پرخپلو ستونزو یې خبرې وکړې.

لینک اصلی: https://rta.org.af/?p=21147

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading