بازتاب نیوز

اعتراض‌‌کوونکیو د جوزجان ولایت مقام او د پوهنې ریاست دروازې وتړلې

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ سلام وطندار

جوزجان ولایت کې د جنبش ګوند زرګونه پلویانه سړکونو ته راووتل او د پرلت خېمو په وهلو سره یې ټولو دولتي ادارو، سړکونو او عمومي ځایونو کې د ولسمشر محمداشرف غني انځورونو ته اور ورته کړ.

اعتراض‌کوونکیو د حکومت ضد شعارونه ورکول او ویل يي، ترڅو چې یې غوښتنو ته پام نه وي شوی؛ ټولې دولتي ادارې به وسوځوي او د خپلو اعتراضونو لمن به تر ارګه ورسوي.

دوی له حکومته غواړي فاریاب ولایت کې د جنبش ګوند لوړپوړی قوماندان نظام‌الدین قیصاري خوشې کړي او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو زمینه برابره کړي.

د جوزجان ځايي چارواکيو په‌دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=40971

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading