بازتاب نیوز

ننګرهار: "د افغان ځواکونو عملیاتو کې یو نظامي او پنځه ملکیان وژل شوي"

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ بی بی سی

د ننګرهار ځايي چارواکي مني چې تېره شپه د خوږياڼو په مملې سيمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځه ولسي وګړي او د عامه نظم یو سرتېری وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي نن جمعه د جولای ۱۳مه بي بي سي ته وویل، د ا هوايي او ځمکني عملیات د دې ولسوالۍ په دريوو کلیو کې شوي چې پکې پنځه ولسي خلک او يو د عامه نظم سرتېری وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، په عملیاتو کې ۲۲ موټرونه چې په يو سرای کې ولاړ و، هم سوځيدلي دي.

د هغه په خبره، عملیات کوونکو ځواکونو درې ولسي وګړي هم له سيمې ځان سره ژوندي بېولي دي. خوږياڼي وويل، ولايتي ادارې عملیات کوونکو ځواکونو سره خبرې کړې او هغوی سره به حساب وکړي چې د عملیاتو پرمهال يې د ولسي خلکو خونديتوب ته پام نه وي کړی. د وسله والو طالبانو په يوه خپره کړې اعلاميه کې وژل شوي د سیمې ولسي خلک ياد کړي. د خوږياڼو په ممله کې د تېرې اونۍ په عملیاتو کې هم د ولسي مرګ ژوبلې راپورونه ترلاسه شوي و. خوږياڼي د ننګرهار یوه له ناامنو ولسوالیو ده چې د حکومت مخالفين په کې ډېر فعال دي. * ننګرهار کې ځانمرګي برید ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې * ننګرهار برید پای ته رسېدلی، ۱۱ کسان وژل شوي دي* د داعش له خبرداري وروسته په ننګرهار کې لسګونه ښوونځي تړل شوي

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44817699

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading