بازتاب نیوز

د جاپان ستر بانکونه له ایران سره راکړ ور کړه ‘ځنډوي’

٢٢ سرطان ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د میتسوبیشي او میزوهو مالي ډلې به پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله له دغه هېواد سره بانکي راکړه ورکړه وځنډوي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مایک پمپیو” هم د امریکا له متحدانو غوښتي چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو ملاتړ وکړي. رویټرز وايي، میتسوبیشي خپلو پېردونکو ته خبرداری ور کړی چې له ایران سره مالي راکړه ورکړه به یې د راتلونکې نومبر میاشتې له څلورمې بنده شي او که په دغه زماني واټن کې کوم بدلون پېښ شو، خپل مشتریان به پرې خبر کړي. میزوهو بانک هم تېره ورځ رویټرز ته ویلي، دوی به د ایران پر وړاندې ورته پرېکړه وکړي.

بانکي تحریمونه په دې مانا دي چې ایران ته به د خپلو صادراتو په ځانګړي ډول د نفتو عواید په اسانۍ په لاس ور نه شي او تر څنګ به یې ایراني واردوونکي په بهرنیو مالي معاملو کې له ستونزو سره مخامخ شي. تېره ورځ د امریکا د مالیې وزیر “سټیو منوچین” د امریکا له خوا پر ایران د بندیزونو د لګولو پر سیاست ټینګار وکړ.

لینک اصلی: https://rta.org.af/?p=21156

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading