بازتاب نیوز

له نظام الدین قیصاري سره نیول شوي اته کسان خوشي شوي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ بی بی سی

د انځور حقوق

NEZAMUDDIN QAISARI/FACEBOOK

Image caption

ښاغلی فايق وايي، د قيصاري د برخلیک په تړاو هم ترکیه کې د جنرال دوستم او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ترمنځ خبرې شوې دي.

فاریاب کې جنرال دوستم ته د یوه نژدې قومندان نظام الدین قیصاري سره د نيول شويو ۱۵ تنو له ډلې يې اته نن جمعه په کابل کې خوشي او فارياب ته رسيدلي دي. د فاریاب والي نقيب الله فايق بي بي سي ته وويل، د نظام الدين قیصاري ساتونکي د هغوی د کورنۍ او لاريون والو د غوښتنو له مخې خوشې شوي دي.

ښاغلي فايق زياته کړه، د قيصاري د برخلیک په تړاو هم ترکیه کې د جنرال دوستم او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ترمنځ خبرې شوې دي. ''دوی اته کسان وو، چې نن فارياب ته راورسېدل. پاتي کسان چې دی هغوی هم په راتلونکو ورځو کې راخوشي کېږي.

د دوی په هکله هېڅ کومه قضيه نه شته. د قيصاري په تړاو په انقره کې په لوړه کچه د حکومت د لومړي او دويم مرستيال ترمنځ خبرې روانې دي او هره پرېکړه چې وشي، تاسې به ترې خبر شئ. ''د فاریاب د قیصار ولسوالۍ مخکیني امنیه قومندان او سيمه کې د ځايي ملېشو نظام الدین قیصاري او د هغه ساتونکي، دولس ورځې وړانډې د شاهین قول اردو پوځیانو لخوا ونیول شول او کابل ته راړول شول. دفاع وزارت: قیصاري به پرې لګېدليو تورونو ته ځواب ووايي"جنرال دوستم ژر افغانستان ته ستنېږي"ولسمشرۍ ماڼۍ هغه مهال وويل، پر فاریاب سربېره ارزګان او فراه ولایتونو کې ځینې خپلسري قومندانان ځکه نيول شوي چې خلک يې ځورول او د حکومت پروړاندې یوه ننګونه وه، خو د قیصاري نیول کېدو سره په ځینو شمالي ولایتونو په تېره بیا جوزجان او فاریاب کې د هغه پلویانو اعتراضونه پیل کړل چې لا هم دوام لري.بل خوا د جنبش ګوند د ځوانانو ډلې نن په کابل کې په خبري ناسته کې وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ټاکنو کې به د دوستم د راګرځېدو په شرط ګډون وکړي. د جنبش ګوند د ځوانانو برخې مشر کنشکا ترکستاني: ''د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په درناوي راتګ، بې قيد او شرطه د نظام الدين قيصاري ازادول، د قضيې د سپينولو لپاره د يو نړېوال کمېسيون جوړول مو غوښتنې دي. ''تېره ورځ حکومت کې معتبرو سرچينو بي بي سي ته منلې وه چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشيد دوستم له ترکیې هېواد ته راوګرځي.

Image caption

د جولای پر پنځمه نقیب الله فایق د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فاریاب د نوي والي په توګه معرفي شو.

بل خوا بيا په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو له خوا د نامسوولو وسله والو د نيولو چاره په شمېر ولايتونو او په خواله رسنيو کې د خلکو د تود هرکلي سره مخامخ شوه. د هرات خلکو د يو لاريون په ترڅ کې د حکومتي ځواکونو له خوا د افغانستان په شمال کې د قيصاري د نيول کېدو هرکلی وکړ او په هرات کې يې هم د نامسووله وسله والو د نيولو غوښتنه کوله. ولسمشر غني تازه د بروکسل په غونډه کې د شمال لاريونونو ته په اشارې د بي بي سي يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، په هېواد کې به د قانون د واکمنۍ لپاره د ناقانونه ډلو او زورواکو پر وړاندې جدي وي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44824291

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading