بازتاب نیوز

د کابل – شمال لویه لاره سالنګ کې هم تړل شوې

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

د کابل – شمال لویه لاره د سالنګ په شمالي اړخ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.د لویې لارې مسافر وايي، چې د دوستم پلویانو په بغلان کې دغه لویه لاره تړلې ده، خو هغوی دا خبرونه ردوي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی اسدالله شهباز وايي دغه لویه لاره د ډېرې خرابۍ له امله خلکو پخپله په اعتراضي ډول تړلې ده.

هغه وايي له کلونو راهیسې يې پر دولت د لارې د سمولو غږونه کړي دي، خو چا نه دي اورېدلي.

د سالنګونو مسؤلینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د دوستم پلویانو د قیصاري د خلاصون په غبرګون کې دغه لویه لاره سمنګانو کې هم تړلې وه.

حکومت د دوستم نږدې کس او د اربکیانو مشر نظام الدین قیصاري نږدې لس ورځې وړاندې ونیو، چې په غبرګون کې يې په فاریاب، جوزجان، سمنګان او بلخ کې د خلاصون لپاره لایونونه روان دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/%D8%AF-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%B4%D9%85%D8%A7%D9%84-%D9%84%D9%88%DB%8C%D9%87-%D9%84%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D8%B3%D8%A7%D9%84%D9%86%DA%AB-%DA%A9%DB%90-%D9%87%D9%85-%D8%AA%DA%93%D9%84-%D8%B4/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading