بازتاب نیوز

بلوچستان کې چاودنې ۸۵ کسان وژلي او له ۱۵۰ ډېر ټپیان دي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۸۵ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د وژل شویو کسانو په ډله کې د بلوچستان د خلکو ګوند نوماند نواب زاده سراج ریساني هم شامل دی.

پيښه نن د غرمې وروسته د بلوچستان ایالت په مستنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بلوچستان ایالت د پولیسو د مشر مرستیال قایم لشاري له دې وړاندې ویلي وو چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۲۰ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، چې لومړی معلومات ښيي چې پیښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له دې وړاندې د پاکستان په خیر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي وو.

په بنو کې د پولیسو یوه افسر خرم راشد وایي چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله هغه مهال وشوه کله چې ښاغلي دراني موټر له سیمې څخه د تیریدو په حال کې و.

نوموړی زیاته کړه، چې د چاودنې په ترڅ کې ښاغلي دراني ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر محمد طاهر وویل چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/14376

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading