بازتاب نیوز

طالبانو په لوګر کې دوه ښوونځي سوځولي او ۷۵ نور یې تړلي دي

٢٣ چنګاښ ١٣٩٧ طلوع نیوز

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې طالبانو په وروستي مورد کې د دغه ولایت مرکز پل عمل ته نېږدې دوه ښوونځي سوځولي دي.

د دغو دوو ښوونځيو له سوځولو مخکې طالبانو په دغه ولایت کې ۷۵ نور ښوونځي تړلي وو.

د لوګر د پوهنې ریاست وايي، اوس دغو دواړو ښوونځیو کې یو لوی شمېر کتابونه، مېزونه او څوکیو سره خاورې ایرې شوې دي.

د لوګر ځايي چارواکي دا هم وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې د لوګر د محمد اغې او پل علم په شمول ۷۵ ښوونځي تړلي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وايي:«ځينو وسله‎والو کسانو د لوګر په مرکز د شولک په کلي کې د نجونو او هلکانو یو ابتداییه ښوونځی سوځولی. په دغې پېښه کې ۸ درسي ټولګي، دوه ادارې او یوه تحویل خانه د مېز او څوکیو په ګډون دروازې او کړکۍ سوځېدلي دي.»

مسوول چارواکي وايي، د څلورنیم میاشتنیو ازموینو په دې شپو ورځو کې یوازې د محمد اغې ولسوالۍ ۱۵ زره زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

د لوګر یو تن اوسېدونکي وویل:«په دې وورستیو کې د پوهنې په وړاندې ډېرې ستونزې رامنځته شوي او زموږ ښوونځي تړل او سوځول شوي؛ ډېره جدي ستونزه ده.»

د لوګر ولایتي شورا وايي، طالبانو دا ښوونځي وروسته له هغې تړلي دي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په وړاندې د دولتي ځواکونو شپني عملیات زیات شول.

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عدالت عبدالرحیم زی څرګنده وي:«له قومي مشرانو سره مو اړیکه ونیوله او هغوی مو ولایتي شورا ته راوبلل او د دغې ستونزې د حل لپاره مو له هغوی مرسته وغوښته چې هغوی ولاړ شي او له طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو دغې ستونزې ته حل لاره پیدا شي.»

بلخوا طالبانو تر اوسه لوګر کې د ښوونځیو د تړلو په اړه د ځايي چارواکو ادعاوې نه دي منلي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D9%84%D9%88%DA%AB%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF%D9%88%D9%87-%DA%9A%D9%88%D9%88%D9%86%DA%81%D9%8A-%D8%B3%D9%88%DA%81%D9%88%D9%84%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%DB%B7%DB%B5-%D9%86%D9%88%D8%B1-%DB%8C%DB%90-%D8%AA%DA%93%D9%84%D9%8A-%D8%AF%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading