بازتاب نیوز

تر راتلونکو لسو کلونو به د پلازمېنې اوبه وچې شي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ طلوع نیوز

پلازمینه کې یوازې چاودنې او ځانمرګي بریدونه نه بلکې اوبه هم د خلکو د وژند له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

په دغه ښار کې له ۲۱۰ زره ډېر برمه‎يي څاګانې کیندل شوي چې ښايي تر راتلوونکو لسو نورو کلونو پورې به په دغه ښار کې د څښاک اوبه نه وي.

طبیعي پېښود ته د رسېدنې په چاره کې د دولیت وزیر نجیب اقا فهیم ګواښ کوي چې د دغو برمه‎يي څاګانو کیندو دوام به په کابل کې تر راتلونکو ۱۰ کلونو د پلازمېنې ټولې اوبه وچې کړي.

هغه وايي چې په کابل کې په یوه کال کې ۳۲ مېلیون مټر مکعب اوبه کارول کېږي په داسې حال کې چې په یوه کابل کې د پلازمېنې د اوبو ظرفیت ۲۹ مېلیون متر مکعبه دی.

ښاغلي نجیب زیاته کړه:«که‎چېرې دا وضعیت په همدې ډول په دوام پيدا کړي، په راتلونکو لسو کلونو کې د کابل تر ځمکې لاندې ټولې اوبه به وچې شي.»

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې دم‎ګړۍ ۲۱۳ زره برمه‎يي او ژورې څاګانې په کابل ښار کې کیندل شوې دي او دا یو کړکېچ دی.

د افشارو د اوبو رسونې پروژه په کابل کې د اوبو یوه له سرچینو څخه ده چې د لسو څاګانو له ډلې يي یوازې یوه يې اوبه لري او نورې ټولې څاګانې وچې شوې دي. له دې مخکې له دغو څاګانو هره ورځ ۱۸ زره متره مکعبه اوبه ایستل کېدې.

د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال غلام محمد ملک یار څرګنده کړه:«د کابل ښار په کچه ۲۱۳ برمه‎يي ژورې او نیمه برمه‎يي څاګانې کیندل شوې دي چې هره یوه یې په منځنۍ کچه زر لیټره اوبه بهر کوي او دا یو ستر کړکېج دی.»

له دې سره جوخت د اوبو او برېښنا وزارت هم په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کموالی اندېښمنوونکی بولي او د هغو شرکتونو پر مجازاتو ټینګار کوي چې د کابل اوبه په ناقانونه توګه وباسي.

د دغه وزارت په وینا،  د دغو ژورو څاګانو د کیندو دوام د کابل لپاره د خطر یو زنګ دی. اوس‎مهال په کابل کې لسګونه شرکتونه په خپل‎سره توګه د ځمکې لاندې اوبه وباسي.

د اوبو او برېښنا د وزیر د دفتر رییس اصف غفوري وویل:«موږ د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د کموالي له امله اندېښمن یوو. هغه کمپنۍ او بنسټونه چې په ناقانونه توګه څاګانې کیندي په واقعیت کې له هغوی سره به قانوني چلند وشي.»

تر دې وړاندې د کابل د اوبو رسونې ریاست ویلي وو چې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ مټره کمه شوې ده.

د دغه ریاست په وینا، که‎چېرې د ځمکې لاندې اوبه په سمه توګه مدیریت نه شي، کابل ښار به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

دغه وضعیت، اوس هم د ډېریو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی دی.

سید شهاب الدین چې په سرای خواجه ولسوالۍ کې له ۱۸ کلونو راهیسې بزګر دی، وايي د دې سیمې اوبه  کمې شوي او دغه وضعیت یې ۵۰ سلنه عواید کم کړي دي.

سید شهاب الدین وویل:«ټولې څاګانې وچې شوي او زموږ په سیمه کې له ۱۰۰ څاګانو یوازې ۱۰ څاګانې اوبه لري.»

د ځمکې لاندې اوبه د هېوادونو له مهمو سرچینو دي خو په افغانستان کې دغه طبیعې زیرمو ته ډېره کمه پام لرنه کېږي.

که څه هم حکومت په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو د پوره کېدو له پروګرامونو خبره کوي خو د پلازمېنې اوسېدونکي وايي ترهغې چې حکومت په دې برخه کې سم پروګرامونه پلي نه کړي په راتلونکو کلونو کې به په دغه ښار کې ژوند ستونزمن شي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%AA%D8%B1-%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D9%84%D9%88%D9%86%DA%A9%D9%88-%D9%84%D8%B3%D9%88-%DA%A9%D9%84%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%A8%D9%87-%D8%AF-%D9%BE%D9%84%D8%A7%D8%B2%D9%85%DB%90%D9%86%DB%90-%D8%A7%D9%88%D8%A8%D9%87-%D9%88%DA%86%DB%90-%D8%B4%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading