بازتاب نیوز

سعودي، غربي او صهيونېسټي مثلث د شېخ زکزاکي د نيولو د دوام د پردې شا ته

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

د یورپوټ له مخې د نائجيريې يه سياسي فعال يوسف کبير وويل: هم هغه ډول چې د نائجېريه د اسلامي غورځنګ مشر شېخ ابراهيم زاکزاکي په خپله هم له نيول کښې وروسته ويلي دي چې سعودي د امريکې او برطانيې په حکم نائجيريې له فوځي ځواکونو سره مالي مرسته وکړه چې هغوي په ۲۰۱۵ کال کښې په زاريا ښار کښې د شيعه مسلمانانو د قتل عام او د شېخ ابراهيم زاکزاکي د نيولو اقدام وکړ.يوسف کبير د اسلامي نړۍ لپاره د شېخ زکزاکي خدمتونو ته په اشارې سره وويل: هغه له شل کلنۍ راهسې خپل ټول ژوند، عمر او وخت د اسلام د مبين دين لپاره خرچ کړے او د هغه په هدايت سره ډېر زيات آفريقايان د اسلام مبين دين او تشيع مذهب ته راواوړېدلي دي. يوسف کبير د شېخ زکزاکي همدغه خدمتونه له هغه سره د صهيونېسټانو او سعوديانو د دښمنۍ وجه وبلله او زياته يې کړه: شېخ زاکزاکي په دې لار کښې د ډېرو زياتو سختو په زغملو کښې په ځلونو جېل کښې اچول شوے او شپږ زامن يې هم د نائجېريه د فوځي په لاسو شهيدان شوي دي.

شېخ ابراهيم زکزاکي چې په ۱۹۵۳ کښې د نائجريه د کادونا صوبې په زاريا ښار کښې زېږېدلے دے په ۱۹۷۰ لسيزه کښې د هغه د ځوانۍ له دوران سره سم په خپل هېواد کښې له مارکسېسټي او کميونېسټي بهيرونو او نظرياتو سره فکري مقابلې ته ملا وتړله.

د سوچه اسلام د ترويج او د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد لپاره د دغه ديني عالم او متفکر هلې ځلې له هغه سره د صهيونېسټانو او سعوديانو او په آفريقا کښې د هغوي د لاسپوسو د دښمنۍ سبب شوې دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF%D9%8A%D8%8C-%D8%BA%D8%B1%D8%A8%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%B5%D9%87%D9%8A%D9%88%D9%86%DB%90%D8%B3%D9%BC%D9%8A-%D9%85%D8%AB%D9%84%D8%AB-%D8%AF-%D8%B4%DB%90%D8%AE-%D8%B2%DA%A9%D8%B2/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading