بازتاب نیوز

په پاکستان کې پر کاندیدانو خونړۍ حملې او نواز شریف په توقیف کې

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ دازادې اروپا راډیو

په پاکستان کې پرون جمعه په دوو چاودنو کې د پارلماني انتخاباتو د یوه کاندید په ګډون یو سل او دړی دیرش تنه ووژل او تر دوه سوه دیرش تنه زیات زخمیان شول.

یوه چاودنه د بلوچستان ایالت په مستُنګ سیمه کې وشوه چې د کاندید، سراج ریساني په ګډون یو سل او اته ویشت تنه په کې ووژل او تر دوه سوه زیات وګړي په کې زخمیان شوي دي.

رپوټونه وايي چې د یوشمېر زخمیانو روغتیايي حالت نازک دی او د مړوشمېر ښايي لوړ شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي سیمه، بنو کې هم پرون د پاکستان متحده مجلس عمل ګوند [ام ، ام ، اې] د پېژندل شوي سیاستوال اوکاندید، اکرم خان دراني پر موټر چاودنه وشوه.

پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځاي پرځاي شوي ول

پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځاي پرځاي شوي ول.

که څه هم اکرم خان درانی له چاودنې ژوندی وتلی خو پینځه تنه په کې وژل شوي او تر دوه دیرش زیات زخمیان دي.

دراني تر حملې وروسته خبریالانوته وویل چې حکومت مخکې له مخکې خبر ورکړی و چې ښايي حمله ورباندې وشي خو حمله کونکي يې نه دي پېژندلي او په اړه یې څه نه شي ویلائ.

په پاکستان کې د جولاي په پینځه ویشتمه نېټه پارلماني انتخابات کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دمسلم لیګ نواز ګوند مشر اوپخوانی صدراعظم، نواز شریف او د هغه لور مریم نواز پرون له لندنه د لاهور نړیوال هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته، ونیول شول.

رپوټونه وايي چې د مسلم لیګ نواز ګوند زرګونه پلویان پرون دنوازشریف اومریم نواز د هرکلي لپاره د هوايي ډګرشاوخوا ته را غونډ شوي ول خو امنیتي ځواکونو چا ته اجازه نه ورکوله چې سیمې ته نږدې شي او هوايي ډګر ته تللې لارې یې بندې کړې وې.

د نوازشریف لور، مریم نواز څو ورځې وړاندې په لندن کې خبري غونډې ته وویل چې په انتخاباتوکې به ګډون کړي او له هر ډول فشار سره به خپلې سیاسي مبارزې جاري وساتي.

د اسلام اباد د احتساب محکمې دجولای په شپږمه نېټه نواز شریف، د هغه لور مریم نواز د هغې مېړه په اداري فساد کې د لاس درلودلو په جرم په بند محکوم کړل.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشرانو د پاکستان پر عبوري حکومت تور پورې کړ چې د انتخاباتو په درشل کې یې د دې ګوند ګڼ شمېر غړي نیولي او پر قوانینویې تېری پېل کړی دي.

خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان پرون رسنیو ته وویل چې پاکستانیان به له ټولو ستونزو سره مقابله وکړي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د را روانو تاریخي ټاکنو د بریالیتوب مخنیوی وکړي.

د سه شنبې په ورځ هم د پاکستان د نشنل عوامي ګوند دیوه کاندید، هارون احمد بلور پر انتخاباتي غونډه حمله وشوه چې د هارون بلور په ګډون شل تنه په کې ووژل او پنځه شپیته تنه زخمیان شول

.

یوشمېر کاندیدان او سیاستوال پر حکومت تور پورې کوي چې د کاندیدانو او د هغوي د انتخاباتي کمپاینونو د ښه امنیت په ټینګولوکې پاتې راغلی دی.

خو د پاکستان حکومت ویلي چې تر دړی سوه اویا زره زیات پولیس به دانتخاباتو په ورځ د امنیت د تامین لپاره په دنده وګوماري.

ستاسو نظر

تبصرې راوښيه

نورې تبصرې...

په زړه پورې منځ‌پانګه

ډېر لوستل شوي مطالب

۱

طالب چارواکی: هغه طالبان به سزا وویني چې له پوځیانو او چارواکو سره‌یې عکسونه اخیستي

۲

ډرامه؛ په هوايي ډګر کې نا اشنا طیاره د چا وه؟

۳

افغان خاوره کې د پاکستان سوداګریزو موټرو لپاره د کابل شرط!

۴

د سولې ولسي حرکت وسله‌والو طالبانو ته درې ورځې وخت ټاکلی

۵

ایزدیار: د فاسدینو او زورواکو پر وړاندې مبارزه باید له توپیر پرته عملي شي

۶

عرفان‌الله عرفان: د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د هغه د شخصي عقدو نتیجه ده

۷

هند له افغان سفیر سره نوې ژمنې وکړې

۸

کابل امنیه قومانداني: د اوربند په اساس يو شمېر طالبان کابل ښار ته داخل شوي

۹

پاکستاني طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله د خپل نوي مشر ټاکنه ځنډولې

۱۰

لغمان کې د ولسمشر غني د ځانګړي ګارد له‌خوا وژل شوې نجلۍ د کورنۍ سره مرسته وشوه

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/pakistan-attacks/29361944.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading