دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون: په یوشمېر شمالي ولایتونوکې د سیاسي ناکراريو د زیاتېدو له امله شدیده اندېښنه لرو
٢٢ چنګاښ ١٣٩٧
دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون ویاند، سیدحفیظ الله هاشمي پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د شمال په څلورو ولایتونوکې یې دفترونه د اعتراضي مظاهرو له امله تړل شوي دي.
سیدحفیظ الله هاشمي:"مظاهرې او تحصن د خلکو قانوني حق دی، د قانون په چوکاټ کې ، ولسونه حق لري چې مظاهرې وکړي خو زموږ د دفتر بندول هېڅ ډول قانوني توجیه نه لري. موږ پر حکومت هم ږغ کوو چې زموږ د دفترونو امنیت ونیسي ځکه دا يې وظیفه ده او اجازه باید ورنه کړي چې دې انتخاباتي روند ته چې موږ يې اوس ، منځ ته رسېدلي یو ، زیان ورسېږي. "
په بلخ، فاریاب، سمنګان او ځیني نورو شمالي ولایتونوکې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان او د جنبش ګوند دغړي ، نظام الدین قیصاري یوشمېر پلویان له څو ورځو راهیسې د هغه د توقیف پر ضد مظاهرې کوي.
د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان او د جنبش ګوند دغړي ، نظام الدین قیصاري یوشمېر پلویان له څو ورځو راهیسې د هغه د توقیف پر ضد مظاهرې کوي
په مزارشریف کې د انتخاباتود خپلواک کمېسون د سیمېزدفتر مشر، فضل احمد حیاتي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دقیصاري پلویانو مظاهره چیانو يې پرون کارکونکو ته اجازه ورنه کړه چې خپلو دفترونو ته تګ - راتګ وکړي.
په مزارشریف کې یوشمېر مظاهره چیانو چې د ازادي راډیو د خبریال په وینا، د قیصاري د ازادۍ نارې یې وهلې، پرون د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د دفتر دروازه وتړله.
په سمنګان، تخار او فاریاب کې هم تقریباً په ورته ډول، د انتخاباتودخپلواک کمېسون د دفتر دروازې تړل شوې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت تېره اونۍ ازادي راډیو ته وویل چې نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې او له خپله صلاحیته د ناوړه استفادې په تور نیول شوی او د څېړنو لپاره کابل ته بیول شوی دی.
د افغانستان دا نتخاباتو دخپلواک کمېسون ویاند ویلي چې د کمېسون د رهبرۍ پلاوی به نن بېړنۍ غونډه وکړي او په شمال کې د دې ادارې د دفترونو د تړل کېدو په اړه یو وار بیا خپل رسمي دريځ اعلان کړي.
په افغانستان کې د میزان په اته ویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسون پرون په ټاکنوکې د خلکو د زیات ګډون لپاره په شلو ولایتونوکې د رایې ورکونکو د نومونو د ثبت بهیر یوه اونۍ تمدید کړ.
ستاسو نظر
تبصرې راوښيه
نورې تبصرې...
په زړه پورې منځپانګه
ډېر لوستل شوي مطالب
۱
طالب چارواکی: هغه طالبان به سزا وویني چې له پوځیانو او چارواکو سرهیې عکسونه اخیستي
۲
ډرامه؛ په هوايي ډګر کې نا اشنا طیاره د چا وه؟
۳
افغان خاوره کې د پاکستان سوداګریزو موټرو لپاره د کابل شرط!
۴
د سولې ولسي حرکت وسلهوالو طالبانو ته درې ورځې وخت ټاکلی
۵
ایزدیار: د فاسدینو او زورواکو پر وړاندې مبارزه باید له توپیر پرته عملي شي
۶
عرفانالله عرفان: د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د هغه د شخصي عقدو نتیجه ده
۷
هند له افغان سفیر سره نوې ژمنې وکړې
۸
کابل امنیه قومانداني: د اوربند په اساس يو شمېر طالبان کابل ښار ته داخل شوي
۹
پاکستاني طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله د خپل نوي مشر ټاکنه ځنډولې
۱۰
لغمان کې د ولسمشر غني د ځانګړي ګارد لهخوا وژل شوې نجلۍ د کورنۍ سره مرسته وشوه
اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/afghanistan-election/29361928.html