بازتاب نیوز

ټرمپ او تریزا مې: له ایران سره نور څه کولائ شو؟

٢٢ چنګاښ ١٣٩٧ دازادې اروپا راډیو

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ وايي د بریتانیې له صدراعظمې، ترېزا مې سره په کتنه کې یې غوښتنه کړې چې پر ایران فشارونه جاري وساتي او ایران باید هېڅ کله هم اټمي وسلې ونه لري.

دونالد ټرمپ پرون جمعه د بریتانیې د صدراعظمې په کور کې له هغې سره وکتل او بیا دواړو خبریالانو ته معلومات ورکړل. په همدې حال کې ، زرګونه کسانو په لندن کې د ټرمپ پر ضد مظاهرې وکړې.

د بریتانیې صدراعظمې، ترېزا مې وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره یې پردې چې د ایران په ارتباط نور څه کولائ شي، بحث کړی دی.

دواړو مشرانو همدا راز پر روسیه خبرې کړې دي.

دونالد ټرمپ مخکې ویلي ول چې د بریتانیې او امریکا روابط "ډېر پیاوړي " دي خو له اروپايي اتحادیې د بریتانیې دوتلو پر پرېکړه "برکزت " یې نیوکې کړې وې.

له صدراعظمې ترېزا مې سره تر کتنې وروسته، دونالد ټرمپ او د هغه مېرمن، مېلانیا ټرمپ له ملکې، دوهمې الېزابت سره د کتنې لپاره وسنزر ماڼۍ ته ورغلل.

په زړه پورې منځ‌پانګه

ډېر لوستل شوي مطالب

۱

طالب چارواکی: هغه طالبان به سزا وویني چې له پوځیانو او چارواکو سره‌یې عکسونه اخیستي

۲

ډرامه؛ په هوايي ډګر کې نا اشنا طیاره د چا وه؟

۳

افغان خاوره کې د پاکستان سوداګریزو موټرو لپاره د کابل شرط!

۴

د سولې ولسي حرکت وسله‌والو طالبانو ته درې ورځې وخت ټاکلی

۵

ایزدیار: د فاسدینو او زورواکو پر وړاندې مبارزه باید له توپیر پرته عملي شي

۶

عرفان‌الله عرفان: د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د هغه د شخصي عقدو نتیجه ده

۷

هند له افغان سفیر سره نوې ژمنې وکړې

۸

کابل امنیه قومانداني: د اوربند په اساس يو شمېر طالبان کابل ښار ته داخل شوي

۹

پاکستاني طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله د خپل نوي مشر ټاکنه ځنډولې

۱۰

لغمان کې د ولسمشر غني د ځانګړي ګارد له‌خوا وژل شوې نجلۍ د کورنۍ سره مرسته وشوه

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29361960.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading