بازتاب نیوز

نواز شریف او لور یې پولیسو ونیول

٢٣ چنګاښ ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

پولیسو د پاکستان مخکنی صدراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز شریف پرون د جمعې په ورځ د لاهور په ښار کې ونیول.

عیني شاهدانو ویلي دي چې یوې ډلې کسانو چې یونوفورم یې اغوستي و، ښاغلی نواز او لور یې د لاهور په هوایي ډګر کې د الوتکې نه تر ښکته کیدو وروسته ونیول.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو ویاند هم د هغوي نیول کیدل تائید کړي.

یو شمیر پاکستاني مطبوعاتو ویلي دي چې مخکنی صدراعظم او لور یې د لاهور د هوایي ډګر نه په یوې بلې الوتکې کې اسلام آباد ته یوړل شویدي. په مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان د احتساب ملي ادارې غړي د مخکې نه ولاړ و او د نواز شریف او د هغه د لور انتظار یې ایسته.

رپورټونه زیاتوي امکان دی د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د هغه لور د اسلام اباد هوايي ډګر نه اډیاله او یا اټک قلا ته ولیږل سي.

اصلي اړیکې: http://kandahar-tv.com/2018/07/نواز-شریف-او-لور-یې-پولیسو-ونیول/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading