بازتاب نیوز

د کابل او ډیلي تر منځ سوداګري نور هم پراخیږي

٢٣ چنګاښ ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

تر 2020 کال پورې د افغانستان او هندوستان تر منځ د سوداګرۍ کچه دوه ميليارډ ډلرو ته رسېږي.

د افغانستان او هندوستان تر منځ به د هوايې دهليزونو له پرانېستلو سره تر دوه زره شلم کار پورې د سوداګرۍ کچه دوه ميليارډ ډالرو ته ورسېږي.اوس مهال د دواړو هيوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه نهه سوه ميليونه ډالر ده.

په هند کې د افغانستان سفير وايې کابل او نوي ډهلي د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږل په موخه دوه نور هوايې دهليزونه هم پرانېستلي چې پرمټ به يې د کابل او نوي ډهلي او همدارنګه کابل او بمبي تر منځ سوداګريزو توکو ليږد رالېږد کېږي.ددې هوايې دهليزونو د پرانېستل کېدلو راهېسي تر اوسه پورې سل پروازونه شوې دې.

افغانستان اوسحال کې له هند، ترکیې جدې او اماراتو سره هوایي دهلیزونه پرانستلي دي.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/35126-2018-07-14-04-52-20

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading