بازتاب نیوز

طالبانو لوګر کې ۱۵ ښوونځي تړلي

٢٣ چنګاښ ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

د لوګر ولايتي شورا وایي طالبانو د هوايې بريدونو په غبرګون یو شمیر ښوونځي تړلي دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی ډاکټر عبدالولي وکیل وایي پر طالبانو تر هوايې بريدونو وروسته، دویپه پل علم کې د ښوونځیو د تړل کیدو امر کړی دی.

وسله والو طالبانو پنځلس ښوونځیو مدیرانو ته پیغامونه لیږلي چې ښوونځي وتړي.

چارواکي وایي د طالبانو یوازینی شرط همدا دی چې حکومت دې هوایي بریدونه ودروي دوی به ښوونځي بیرته پرانیزي.

بل لورته د لوګر پوهنې ریس عبدالولي کلیوال هم مني چې طالبانو د لیسو مدیرانو ته ویلي چې ښوونځي دې وتړي خو د تړلیو ښوونځیو د تعداد په اړه څه نه وایي.څو ورځې وړاندې ددې ولایت په محمداغې ولسوالي کې هم څلويښت ښوونځي وسله والو تړلي و چې کم و زيات پنځلس زره زده کوونکي له ازموینو پاتې شوي و.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/35128-2018-07-14-05-54-52

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading