بازتاب نیوز

نواز شریف او لوریې پاکستان ته ورتلو سره سم ونیول شول

٢٣ چنګاښ ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف او لور یې مریم نواز له بریتانیا څخه خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د فساد په تور نیول شوي دي.

د نواز شریف لېږدونکې الوتکه ماښام مهال د لاهور پر علامه اقبال هوايي ډګر ښکته شوې او نوموړی له خپلې لور مریم نواز سره یو ځای له الوتکې څخه تر کښته کېدلو وروسته نېول شوی دی.عين وخت کې داسې هم ويل کېږي چې لاهور ښار کې د امنیتي ځواکونو زرګونه کسان ځای پر ځای شوي او هوايي ډګر ته د تلونکو لارو اوږدو کې خنډونه درول شوي دي.د مسلم لیګ نواز ګوند مشرانو د پاکستان پر عبوري حکومت تور پورې کړ چې د انتخاباتو په درشل کې یې د دې ګوند ګڼ شمېر غړي نیولي او پر قوانینو یې تېری پېل کړی دي.خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/35129-2018-07-14-06-11-19

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading