بازتاب نیوز

د هېواد بېلابېلو سیمو کې د ۱۶۲ ترهګرو وژل کېدل

٢٣ چنګاښ ١٣٩٧ طلوع نیوز

د ملي د فاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(شنبې د چنګاښ۲۳مه) راغلي دي چې ګډون پوځي عملیاتو کې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي ۱۶۲ ترهګر وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات په ننګرهار،کنړ، غزني، پکتیا، ارزګان، زابل،  کندهار، فراه، باد غیس، فاریاب، کندز بلخ، بدخشان او هلمند ترسره شوي دي.

د ملي دفاع خبرپاڼې له مخې په وژل شویو ترهګرو کې طالب وسله‎وال، داعش ډلې غړي او د حقاني ډلې غړي شامل دي.

خبرپاڼه وايي:«افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې ۱۰۶ الوتنې کړې دي چې په ترڅ کې یې ۱۹ بریدونه د ترهګرو پر ځالو ترسره شوي دي.»

د افغان ځواکونو دا عملیات په تېرو څلوویشتو ساعتونو کې ترسره شوي دي.

د دې عملیاتو او ملي دفاع وزارت د ادعا په اړه تر اوسه کومې ډلې څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%AF-%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF-%D8%A8%DB%90%D9%84%D8%A7%D8%A8%DB%90%D9%84%D9%88-%D8%B3%DB%8C%D9%85%D9%88-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DB%B1%DB%B6%DB%B2-%D8%AA%D8%B1%D9%87%DA%AB%D8%B1%D9%88-%D9%88%DA%98%D9%84-%DA%A9%DB%90%D8%AF%D9%84

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading