بازتاب نیوز

په بریتانیا کی دټرمپ پرضد مظاهرې

٢٣ چنګاښ ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د څلور(۴) ورځنی سفر لپاره لندن ته ورسید.دیوراپورله محی دبریتانیا مظاهره چیانو دامریکا د ولسمشر ټرمپ له ورتلو سره په یووخت دلندن د سټنسټید هوایی ډګر(London Stansted Airport) دباندې غونډه وکړه او د ټرمپ او دهغه دسیاستونو پرضد یې شعارونه ورکړل .

یوشمیر نورو خلکو هم د بریتانیا د لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې (Theresa May) د دفتر مخ ته غونډه وکړه .

یوشمیر نورو خلکو هم دلندن په مرکز کښې په بریتانیا کښې د امریکا د سفیر د کور مخ ته غونډه وکړه او د ولسمشر ټرمپ پرضد یې شعارونه ورکړل .

دبریتانیا مظاهره چیانو په لاسونو کښې دپلې کارډونو په لیږدولو سره وویل مونږ د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی نه کوو او مونږ ټرمپ او توکمپالې ته نه وایو .

ټاکل شوی ده چې دامریکا ولسمشر ټرمپ نن د بریتانیا له لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې او ملکې سره سره کتنې وکړی .

داپه داسې حال کښې دی چې له مظاهره چیانو سره د اخ وډب په خاطر دغه کتنې دلندن دباندې ترسره کیږی .

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/%D9%BE%D9%87-%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%AA%D8%A7%D9%86%DB%8C%D8%A7-%DA%A9%DB%8C-%D8%AF%D9%BC%D8%B1%D9%85%D9%BE-%D9%BE%D8%B1%D8%B6%D8%AF-%D9%85%D8%B8%D8%A7%D9%87%D8%B1%DB%90/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading