بازتاب نیوز

غزني د داعشیانو د جلب او جذب مسئول ونیول شو

٢٣ چنګاښ ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

په غزني ولایت کې امنیتي چارواکي وایي د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعشیانو د جلب او جذب مسئول د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې د داعش ډلې د جلب او جذب مسئول ملا ادریس مشهور په ابوذر تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

ښاغلي مشعل زیاته کړه، چې نیول شوی کس په خپل جرم اعتراف کړی او امنیتي ځواکونو ته ویلي چې په ځینو ولایتونو کې یې د داعش ډلې لپاره د جلب او جذب دنده ترسره کوله.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې ښاغلي مشعل وایي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هوایي او ځمیکنو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۹  وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاته کړه، چې په وژل شویو کې د طالبانو مشهور قوماندان نواب احمد حقاني هم شامل دی او د طالبانو یو بل جګپوړي قوماندان ملا حمزه د عملیاتو په ترڅ کې ټپي شوی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/14398

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading