بازتاب نیوز

د کلیو د پراختیا وزارت مخې ته ځانمرګی برید شوی

٢٤ چنګاښ ١٣٩٧ د امریکا غږ

د کابل پولیس وايي، نن د یکشنبې د ورخې په مازیګر څلورنیمو بجو (چنګاښ ۲۴ مه) د کابل ښار په شپږمه حوزه کې یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د رسنیو د چارو سلاکار حشمت الله ستانکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې لومړني معلومات دا ښيي، چې بریدګر پلی روان وو او د کلیو د پراختیا وزارت په لومړي قرول کې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې د مرګ ژوبله یې اړولې ده.

ښاغلي ستانګزي وویل، چې تر اوسه د پیښې د قربانیانو هویت لا څرګند نه دی، چې ایا دا د کلیو د پراختیا د وزارت کارکوونکي وو او که نور کسان وو.

هغه وویل، د برید په ځای کې څو نور دفترونه هم شته.

خو د کلیو د پراختیا د وزارت ویاند فریدون اژند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، ځانمرګي بریدګر د دغه وزارت د کارکوونکو د موټرو ذ پارکینک سره نږدې ځان ته چاودونه ورکړې، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. هغه وویل، چې دا لومړني معلومات دي او کیدای شي د مړو او ټپیانو شمیر نور هم زیات شي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/a-suicide-attack-happened-near-ministry-of-rural-development-in-kabul/4483426.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading