بازتاب نیوز

باندري وايي، نه غواړي ومري

١٩ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

سرطان يا کېنسر یوه له هغو ناروغیو ده چې د هندوستان د ډېرو ستوریو ژوند یې واخیست، خو ځینې له همدې ناروغي رک روغ شول.

له همدې ډلې یوه ستورې ۴۳ سونالي باندري ده، هغه چې اوس سرطان وځپله، خو اوس چې لږه جوړه شوې وايي، غواړي ژوند وکړي او له هرې لحظې یې خوند واخلي.

هغې په تېرو لسو میاشتو کې سخته درملنه وکړه، ویښتان یې توی شول، ډنګره شوه، خو بیا يې هم همت له لاسه ور نه کړ.

سونالي خپله درملنه په امریکا کې وکړه او اوس یې د خپلې روغې سټې تصویرونه په خپلو ټولنیزو رسنیو هم خپاره کړي دي چې ډېرو مینه‌والو یې د روغتیا مبارکي ورکړې ده.

(0)The post باندري وايي، نه غواړي ومري appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/باندري-وايي،-نه-غواړي-ومري/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading