بازتاب نیوز

د امریکا پوځ: موږ داسې اسناد ونه موندل چې په کندز کې ملکي تلفات تائید کړو 

١٩ زمری ١٣٩٧ دازادې اروپا راډیو

د امریکا د پوځ الوتکو د جولاي په نولسمه نېټه د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي حمله کړې وه او له امله یې د څوارلس ملکي وګړو د وژل کېدو خبر خپور شو.

د امریکا پوځ تېره میاشت د دې خبر د سپیناوي لپاره څېړنې پېل کړې.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، ډګروال مارتین اودونېل په یوه بیان کې چې پرون جمعه خپور شو، وویل:

" موږ د افغانستان دحکومت د رپوټ په ګډون ټول هغه معلومات چې د دې پېښې په تړاو را ورسېدل محتاطانه وڅېړل او زموږ په څېړنه کې داسې متعبر معلومات په لاس نه راغلل چې دهغو ادعاوو ملاتړ وکړي."

د رويټرز خبري اژانس په حواله، ډګروال اوکونل ویلي چې د امریکا پوځ د ملکي تلفاتو په اړه جدي دی او که چېرې په چهاردره ولسوالۍ کې د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه نوي کره معلومات ور ورسېږي، خپلې څېړنې ته بیا کتنه وکړي.

د ملګروملتونو د رپوټ پر اساس، په افغانستان کې د هوايي عملیاتو له زیاتېدو سره د روان میلادي کال په لومړیو شپږمیاشتوکې ملکي تلفات دوه پنځوس فیصده زیات شوي دي.

په زړه پورې منځ‌پانګه

ډېر لوستل شوي مطالب

۱

د طالبانو او د امریکا ترمنځ د خبرو په اړه نوي جزیات په ډاګه شوي

۲

اجرائیه ریاست: وېشل شوې برښنایي تذکرې د باور وړ نه دي

۳

له کم مېشتو سیمو د افغان ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا غوښتنې ته د افغانستان د دفاع وزارت غبرګون!

۴

ګلبدین حکمتیار: که مجبور شوو انتخاباتي مرکزونه به وتړو

۵

د پاکستان نوي حکومت ته د امریکا خبرداری!

۶

د لوړو زده‌کړو وزارت د استاد شجاع‌الدین خراساني نیول تأیید کړل

۷

ولسمشر غني شااوخوا دوه کاله وروسته له خپل لومړي مرستیال سره ولیدل

۸

دانش: په کابل کې انتحاري حملې ۱۴ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ یې ټپیان کړي

۹

د ولسي جرګې لپاره لس احتمالي کاندیدان د نوماندۍ له لېست نه وایستل شول

۱۰

نوي لوی ملي ائتلاف خپل موجودیت حکومت ته په خبرداري سره اعلان کړ

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29426665.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading