بازتاب نیوز

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د احتمالي حذف شوو کانديدانو لېست ولېږل شو

٢٠ زمری ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نن د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د کانديدانو له وروستي نوملړ څخه د احتمالي حذف شوو کانديدانو لېست د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ولېږه.

په دې لېست کې ۳۵ تنه ځای لري چې د هغې پر بنسټ يې د ولسي جرګې د کانديدانو له وروستي لېست څخه د حذف کېدو شونتيا شته.

په دې لېست کې له بدخشان ولايت څخه فوزيه کوفي او مريم کوفي، له تخار ولايت څخه بشير قانت، له کابل ولايت څخه مولوي ترخېل، ضياالحق امرخېل او زرداد فريادي او له کندز څخه شايسته باز ناصري هم شامل دي.

په دې لېست کې د ولسي جرګې ۱۲ برحاله غړي هم شامل دي.

د دغه لېست په پای کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ليکلي دي، چې په دغه نوملړ کې راغلي کسان د ټاکنو قانون پر بنسټ په شرايطو برابر نه دي بلل شوي له دې کبله دې د کانديدانو له وروستي لېسته و ايستل شي.

 

The post د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د احتمالي حذف شوو کانديدانو لېست ولېږل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/08/11/%D8%AF-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%D9%88-%D8%AE%D9%BE%D9%84%D9%88%D8%A7%DA%A9-%DA%A9%D9%85%DB%90%D8%B3%D9%8A%D9%88%D9%86-%D8%AA%D9%87-%D8%AF-%D8%A7%D8%AD%D8%AA%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D8%AD%D8%B0%D9%81/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading