بازتاب نیوز

ولسي جرګې ته د نوماندانو له وروستي نوملړه د اېستل شویو نوماندانو نومونه اعلان شول

٢٠ زمری ١٣٩٧ سلام وطندار

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولان وايي، د ولسي جرګې ټاکنو کې د نوماندانو له وروستي نوملړه ۳۵ نوماندان اېستل شوي دي.

یاد کمېسیون نن (شنبه) کابل کې یوې خبري غونډې کې د ولسي جرګې راتلونکیو ټاکنو ته د یادو نوماندانو نومونه اعلان کړل چې یوشمېر پېژندل شوي کسان هم په‌کې دي.

ملاتره‌خېل محمدي، قیس حسن، ضیاالحق امرخېل، فوزیه کوفي، بشیر قانت، مریم کوفي، معصومه خاوري، اسدالله شریفي، لیاقت‌الله بابکرخېل، شېرعلي احمدزی، زرداد فریادي، اکبر ستانکزی، ښایسته‌باز ناصري، جاوېد زمان او یو شمېر نور شامل دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني وايي، د کمېسیون غړیو د تېرې شپې تر ناوخته پر دې نوملړ کار کړی او نن یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاره.

نوموړي ټینګار وکړ، که ټاکنیزو کمېسیونونو کې پر کوم شخص ادعا، سند او مدارک موجود وي، باید د هماغه کس پر وړاندې وکارول شي او د یوه کس پر سر ټول کمېسیون تر پوښتنې لاندې را نه‌شي.

د دې کمېسیون د مسوولانو په وینا، کابل، ننګرهار، کندوز، بغلان، بدخشان، خوست، سمنګان، بلخ، تخار، پروان، پکتیا، او بامیان هغه ولایتونه دي چې ولسي جرګې ته یې د نوماندانو نومونه له وروستي نوملړه اېستل شوي دي.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=41666

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading