بازتاب نیوز

غزني جګړه: پر حکومت د نه پاملرنې تورونه

٢٠ زمری ١٣٩٧ بی بی سی

د انځور حقوق

N.A. FAQIRI/ FB

Image caption

دفاع وزارت چارواکي دا هم وايي، چې یو شمېر هغه طالبان چې په کورونو کې پټ شوي دي لا هم خال خال ډزې کوي.

په داسې حال کې چې ځینې رپوټونو کې د غزني ښار یو شمېر برخو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو ویل کېږي، د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي، چې وسله وال طالبان یې له ښاره بهر کړي دي.

دفاع وزارت چارواکي دا هم وايي، چې یو شمېر هغه طالبان چې په کورونو کې پټ شوي دي لا هم خال خال ډزې کوي.وسله والو طالبانو ادعا کړې چې نن (شنبه اګست ۱۱ مه)یې د غزني زندان هم مات کړی، خو دفاع وزارت دا خبر ردوي او وایي، له هوا پر ټولو دولتي ادارو څارنه لري.

هلته په کابل کې د غزني د موټرو په تم ځای یا اډې کې لسګونه موټراو سلګونه مساپر د کابل غزني لویې لارې پرانیستو ته په تمه دي. زیاتره یې له خپلو بکسونو او غوټو سره له دوو ورځو راهیسې په هوټلونو او رسټورانونو کې انتظار کوي.افغان چارواکي ادعا کوي، طالبان یې له غزني ښاره په شا تمبوليغزني کې توغندیو د دفاع وزیر غونډه ګډه وډه کړهبل لور ته په ولسي جرګې کې د غزني ولایت یو شمېر استازي او د ولایتي شورا وکیلان د وروستیو پېښو پړه تر ډېره پر حکومت وراچوي او وايي، د حکومت د نه پاملرنې له کبله د غزني ولایت ښار د مخالفو وسله والو لاس ته د پرېوتو تر کچې ورسېد.د غزني د ولایتې شورا مرستیال امان الله کامراني په کابل کې د غزني د وروستیو حالاتو په تړاو یوې خبري غونډې ته وویل حکومت وروسته تر هغه لاس په کار کېږي چې اوبه له ورخه واوړي.خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، د دوی ځواکونو د غزني ښار له مخالفو وسله والو پاک کړی دی او د چاڼيزو عملیاتو لړۍ به د دې ولایت تر لېرې پرتو سیمو هم ورسیږي.له کندهاره د بي بي سي خبریال مامون دراني رپوټغزني ښار کې له جګړې وروسته د کندهار کابل لويې لارې د بندیدو له کبله سلګونه مساپر چي د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي په کندهار ښار کې ایسار پاتې دي. طالبانو پر غزني له برید وروسته د مساپرو لېږدونکو شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چي پر دغه لاره خپل فعالیت ودروي.کندهار کې ایسارو مساپرو کې ښځي او ماشومان هم شته چې ویل کېږي د خوړو او دارو درملو له لږالي سره مخامخ دي. کابل ته تلونکو مساپرو نن سهار د اعتراض په توګه د کندهار یو لوی واټ تړلی و او ګاډو ته یې اجازه نه ورکوله چې تګ راتګ وکړي.دغه کسان له حکومت او وسلوالو طالبانو غوښتنه کوي، چي دغه لار د عام ولس پرمخ بېرته پرانیزي.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد غزني په جګړه کې د امنیتي ځواکونو د ۲۵ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی. دفاع وزارت وایي، چې تر ۱۵۰ پورې طالبان ټپیان او یا وژل شوي دي.

Image caption

په ولسي جرګې کې د غزني ولایت یو شمېر استازي او د ولایتي شورا وکیلان د وروستیو پېښو پړه تر ډېره پر حکومت وراچوي

وسله والو طالبانو وړمه شپه پر غزني ښار له بېلا بېلو لوریو بریدونه پیل کړل او تر څو ساعتونو پورې د ښار په ځینې برخو کې موجود وو چې پر هماغه مهال یې یو شمېر دولتي ودانیو ته اور ورته کړ.افغان چارواکي ادعا کوي، د پکتیکا، زابل او میدان وردګ ولایتونو طالبانو پر غزني برید ته ورغلي وو.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45156403

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading