بازتاب نیوز

وکیلان: که حکومت جدي اقدامات ونه کړي غزني سقوط کوي

٢٠ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 20 زمری

په ملي شورا کې د غزني ولایت استازي وایي، چې غزني له جدي امنیتي خطر سره مخ دی او که حکومت عاجل اقدامات و نه کړي د وسله والو لاس ته به ولویږي.

د ملي شورا غړي افغان حکومت د ولایتونو د امنیتي وضعیت په تړاو د یوې مشخصې تګلارې په نه لرلو تورنوي او وایي، چې له وړاندې یې امنیتي مسئولان پر غزني ولایت د وسله والو د برید په تړاو خبر کړي وو، خو اړوندو ادارو یې د مخینوي لپاره هیڅ اقدامات ونه کړل.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت په غزني کې امنیت د ډاډ وړ بولي او وايي، د طالبانو خلاف پراخ تصفیوي عملیات شوي.

څو ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د غزني ښار په بیلابیلو امنیتي او ستراتیژکو سیمو ډله ییز بریدونه پیل کړل او ددغه ولایت ځینې سیمې یې په خپله ولکه کې راوستې، خو د امنیتي ځواکونو له خوا بیرته ونیول شوې.

په ملي شورا کې د غزني ولایت  یوشمیر استازي وایي، چې غزني لاهم له جدي امنیتي خطر سره مخ دی او که حکومت عاجل اقدامات ونه کړي ممکن سقوط وکړي.

دوی وايي،  په غزني ښار کې وضعیت لا هم بحراني دی، او د دغه ولایت یو شمیر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او جګړه دوام لري.

په همدې حال کې وکیلان د غزني ولایت په اړه حکومت په بې غورۍ تورنوي او وايي، د دغه ولایت د امنیتي تهدیداتو په اړه یې د کورنیو چارو وزارت سره مشورې کړي وې او له وړاندې یې د طالبانو د برید په تړاو خبرداری ورکړی و.

د ملي شورا غړي د جنګیالیو خلاف د افغان حکومت ستراتیژي ناکامه بولي او وايي، حکومت د وسله والو مخالفانو پر ضد هېڅ قاطع او جدي دریځ نه لري.

دوی په امنیتي لیکو کې د نه همغږي خبره کوي او وایي، په امنیتي لیکو کې هېڅ همغږي وجود نه لري.

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت په ټول غزني د خپلې ولکې خبره کوي او دا مني چې په ځینو لرې پرتو سیمو کې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو په ځینو پوستو بریدونه کوي.

د غزني پر ښار، امنیتي پوستو او ملکي ادارو د وسله والو دغه ډله ییز بریدونه داسې مهال دي، چې ویل کیږي لاهم د غزني ښار په شاوخوا سیمو کې جګړه روانه ده او ډېرې سیمې لاهم د وسله والو تر کنټرول لاندې دي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13703-ghazni

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading