بازتاب نیوز

کرزی: د مصالحې لپاره د ملي هیئت له ټاکلو هرکلی کوم

٢٠ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 20 زمری

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سیاسي احزابو او ائتلافونو له لوري د سولې لپاره د ملي هیئت له ټاکلو هرکلی وکړ.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې حامد کرزي د لوی ملي ائتلاف له لوري د ملي مصالحې لپاره د هیئت له ټاکلو هرکلی کړی او د لوی ملي ائتلاف دغه دریځ یې تائید کړی دی.

حامد کرزی وایي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ممکن دی او پر وسله والو طالبانو یې هم غږ کړی، چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کیږدي.

د سیاسي احزابو او جریانونو له لوري له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوه ملي هیئت د ټاکلو په تړاو تر څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې اقدام څخه هرکلی کړی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې حامد کرزی د سیاسي احزابو، ائتلافونو او ملي شخصتیونو له لوري له وسله والو طالبانو سره د مستقیمو بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مصالحې د ملي هیئت له ټاکلو هرکلی کوي او دغه اقدام د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مهم بولي.

د افغانستان د سیاسي احزابو، ائتلافونو او ملي شخصیتونو استازو تېره ورځ اعلان وکړ، چې د طالبانو له تحریک سره د سولې بین الافغاني مذاکراتو لپاره به خپل ملي هیات وټاکي.

ویل کیږي د سولې لپاره دغه ملي هیئت د پخواني ولسمشر حامد کرزي په هڅه او تشویق ټاکل کیږي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13702-hamid-karzai

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading