بازتاب نیوز

چارواکي: حکومت له دې وروسته پر هوایي حریم کنترول لري

٢٠ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 20 زمری

د ملکي هوایي چلند اداره وایي، افغان حکومت ته د رادار سیستم په سپارل کېدو سره د افغانستان هوايي حریم د حکومت ترکنترول لاندې راغی.

د ملکي هوایي چلند ادارې رییس وايي، دمګړۍ د افغانستان د هوایي حریم کنټرول د ملي یووالي حکومت په لاس کې دی او د کورنیو متخصصینو له خوا اداره کېږي.

چارواکي وايي، دغه شبکه يي سیستم د هیواد په ۳۶ سیمو کې نصب شوی او د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د یوه ساحوي مرکز له لارې د هیواد پر فضا ټولې الوتنې کنټرولوي.

چارواکی وایي، حکومت ته دد ې سیستم له سپارل کېدو سره همهاله د افغانستان په هوایي حریم کې د الوتنې دوه تازه کرښې هم ایجاد شوې دي.

 

د ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره وايي،افغان لوري ته د رادار سیستم له سپارل کېدو وروسته افغانستان پرخپل هوایي حریم په بشپړ ډول کنترل ترلاسه کړی دی.

د یادې ادارې مسوږلان وایي، له دې وروسته د افغانستان په هوايي حریم کې ټولې تېرېدونکې الوتکې دحکومت له لوري څارل کیږي.

د ملکي هوایي چلند ادارې رییس وايي، اوس مهال د هیواد د هوایي حریم کنټرول د افغانستان د دولت په لاس کې دی او د کورنیو متخصصینو له خوا اداره کېږي.

دغه سیستم یوه شبکه لري، چې د هیواد په ۳۶ سیمو کې نصب شوی او د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د یوه ساحوي مرکز په مرسته د هیواد پر فضا ټولې الوتنې کنټرولوي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، افغان حکومت ته د رادار سیستم د سپارل کېدو سره همهاله په کور د ننه لازم ظرفیتونه ایجاد شوي او اوس مهال د دې سیستم ټولې چارې د افغانانو له لوري پرمخ وړل کیږي.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مسولان وایي،ددې سیستم سره همهاله د هیواد په فضایي حریم کې د الوت دوه تازه کرښې هم ایجاد شوې چې د الوتنې پرمهال به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

چارواکي وایي،افغان لوري ته دد ې سیستم له سپارل کېدو سره به د هوایي ترانسپورت په برخه کې شته ستونزې حل او دعوایدو کچه به لوړه شي.

که څه هم د ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره وایي، افغان حکومت ته د رادار سیستم له سپارل کېدو سره د افغانستان پر ټول هوایي حریم کنترل لري، خو ویل کیږي په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په خپلو پوځي اډو کې د رادار ځانګړی سیستم لري  او له دې وروسته به د افغانستان په هوایي حریم کې د مشکوکو الوتکو د تګ راتګ مسوولیت هم پر افغان حکومت وراچول کیږي.

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13701-radar

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading