بازتاب نیوز

د ولسي جرګې د برحاله غړو په شمول ۳۵ نوماندان له لېسته اېستل شوي

٢٠ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 20 زمری

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسې جرګې له نهايي لېست څخه ۳۵ تنه واېستل.

دغه لېست د شنبې په ورځ د شکایتونو کمیسیون له خوا اعلان شو او په حذف شویو ۳۵ کسانو کې د ولسي جرګې یوشمیر برحاله وکیلان او پېژندل شوې څېرې هم شامل دي.

د شکایتونو کمیسیون مسوولان وایي، په نهايي لېست کې ۱۰۲ تنه بریالي شوي او ۴۵ نورو ته بیا د کمیسیون لخوا اخطار ورکړل شوی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د راتلونکې ولسې جرګې لپاره د نوماندانو ابتدایي لېست اعلان کړ.

په دغه لېست کې، چې د شکایتونو کمیسیون له خوا د یوې خبري ناستې پرمهال اعلان شو، د هغو  نوماندانو له ډلې ۳۵ تنه حذف شوي، چې په مختلفو مواردو کې ترې شکایتونه شوي.

په حذف شویو کسانو کې د ولسي جرګې یوشیمر برحاله وکیلانو او پېژندل شوې څېرې هم شاملې دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې د لرې کړای شویو کسانو په ډله کې هغه کسان هم شامل دي، چې د غیر مسئولو وسله والو مشري یې پرغاړه درلوده او یا یې هم په ورته کړنو کې لاس درلود.

د شکایتونو کمیسیون مسولان وايي، په نهايي لېست کې ۱۰۲ تنه بریالي شوي او ۴۵ نورو ته د کمیسیون له خوا اخطار ورکړل شوی.

چارواکي وايي، دغه څېړنې پخپله د نوماندانو، ناظرینو او مدني ټولنې د استازو په حضور کې ترسره شوې او نهايي پرېکړه به د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا کېږي.

د شکایتونو کمیسیون له خوا د نوماندانو نهايي لیست اعلان او د نوماندۍ له لیسته د یو شمېر نوماندانو لرې کول په داسې حال کې دي، چې په نهايي لیست کې ګڼ نور داسې کسان هم شامل دي، چې په مختلفو غیر قانوني اعمالو کې ښکیل دي.

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13700-commission-

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading