بازتاب نیوز

امریکايي پوځیان: افغان ځواکونه روزو او په وسلو یې سمبالوو

٢٠ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 20 زمری

امریکايي پوځیان وايي، د افغان ځواکونو روزنه یې چټکه کړې ده.

دوی د دې ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ په اوسني ماموریت کې د بدلون خبره هم کوي.

د امریکا پوځي چارواکي وايي، دوی اوس نوي ځواکونه د روزنې ترڅنګ په وسلو هم سمبالوي.

خو ددغو امریکايي روزونکو لخوا روزل شوي افغان سرتیري لا هم د وسلو او نورو تجهیزاتو له کمښته شکایت کوي.

دا د هیواد د سویل ختیځ  لوګر ولایت کې د «دهالکې» په نوم پوځي اډه ده، چې بهرني روزونکي پکې افغان ځواکونه روزي.

امریکايي سرتیري، چې اوس د روزونکو دنده پر مخ وړي، دلته روزل کیدونکو افغان پوځیانو ته د عملیاتي نقشو او د وسلو د کارولو لارې چارې ښيي.

لوګر کې د امریکا د مشورتي ځواکونو مشر، ډګروال ایان پالمر وايي، د دوی د روزنې او مشورې اوسنۍ ټیم د جوړښت له کبله له تیرو هغو سره توپیر لري.

دغه امریکايي ډګروال که څه هم وايي، چې دوی افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ترڅنګ وسلې هم ورکوي، خو د دوی لخوا روزل کیدونکي افغان پوځیان بیا هم د وسلو، وسایطو او نورو تجیهزاتو له کمښته شکایت کوي.

د امریکا متحد ایالتونه د افغان ځواکونو روزنه او د هغوي ملاتړ خپل عمده لومړیتوب بولي.     د امریکا ولسمشر همدغه ټکي ته په کتو سره واک ته له رسیدو وروسته امر وکړ، چې له ۳ زرو ډیر نور امریکايي روزنکي افغانستان ته راشي.

هغه د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت د چټکولو ترڅنګ د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره پر دې ډلې د هوايي بریدونو د ډیریدو لارښوونه هم کړې ده.

خو شنونکي وايي، د امریکا دې نوې تګلارې تر اوسه د ناامنیو له ډیریدو او د لا ډیرو ملکي او پوځي افغانانو له وژل کیدو پرته بله پایله نه ده ورکړې.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13699-us-troops

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading