بازتاب نیوز

لوی څارنوال: ښکیل اړخونه دې له ماشومانو ناسمه استفاده نه کوي

٢٠ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

شنبه, 20 زمری

لوی څارنوال وايي، افغان حکومت او وسله والې ډلې دې له ماشومانوسیاسي او نظامي ګټه نه پورته کوي.

چارواکي وايي، چې د افغان ماشومانو لپاره د ښې روزنې زمیني برابرولو په هدف سیاسي ارادې ته اړتیا ده.

بل پلو نوموړی د سیګار د وروستي راپور په تړاو وايي، چې د افغانستان لویه څارنوالي سیګار ادارې ته ځواب ویونکې نه ده.

په افغان پوځ او وسله والو ډلو کې د کم عمره ماشومانو موجودیت او له دغو ماشومانو په جنګي او سیاسي برخه کې استفادې د افغان ماشومانو راتلونکي له خطر سره مخ دی کړی دی.

په دې ځای کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ او اړوندو وزارتونو مسئولانو د افغان ماشومانو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې په هدف د افغانستان په کچه د څارنوالانو مبارزې لپاره درې ورځني کنفرانس جوړ کړی.

په دې غونډه کې د افغانستان لوي څارنوال په جګړه کې له ښکیلو اړخونو غواړي چې افغان ماشومان په سیاسي او پوځي برخه کې له ښکیلتیا لرې وساتي.

په ورته مهال په دې غونډه کې مسئولان وایي، چې فقر، د کاري فرصتونو نشتوالی، د ماشومانو او ښځو لپاره د صحي خدماتو نشتوالی او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي چې لا هم افغان میرنې او ماشومان ورسره لاس او ګروان دي.

بل پلو د افغانستان لوی څارنوال د سیګار له لوري خپاره شوي راپور ته په اشارې وايي، چې دا ډول راپورونه یې د کار مخه نشي ډب کولی.

سیګار ویلي و، چې د افغانستان لویه څارنوالي د فساد سترو دوسیو ته رسیده ګي نه کوي، خو لویه څارنوالي وایي، چې دا اداره د سیګار پروړاندې ځواب ویونکې نه ده.

له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په دې غونډه کې د افغانستان لوی څارنوال وویل، چې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګۍ په هدف ځانګړې ادارې رامنځ ته شوې چې له امله به یې له ماشومانو او ښځو سره د تاوتریخوالي پيښو کچه را ټيټه شي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13698-saranwaly

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading