بازتاب نیوز

دولتي چارواکي او قومي مشران د حکومت تر ولکې لاندې سیمې پر طالبانو پلوري

٢٠ زمری ١٣٩٧ سلام وطندار

د طالبانو یو قوماندان ملاغفار چې په توفان مشهور دی او نن له خپلو ۲۰ وسله‌والو کسانو سره له دولت سره یوځای شو وايي، ځینې حکومتي چارواکي له طالبانو سره همکاري کوي او د بادغېس د قادس ولسوالۍ ځینې برخې یې پر طالبانو پلورلي دي.

  د نوموړي په وینا، د اجراییه ریاست سلاکار او د بادغېس د والي پخوانی مرستیال آمرعبدالغني‌خان صابري، د بادغېس ولایت د عامه نظم د لوا پخوانی قوماندان او د ولسي جرګې ټاکنو ته احتمالي نوماند امیرشاه‌خان نایب‌زاده، د دې ولایت د سولې ټینګښت رییس حاجي عبدالخلیل اڅکزی او د زوري قوم مشر ملا عبدالرحمان هغه کسان دي چې له طالبانو سره لاس لري او د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ ځینې برخې پرې خرڅې کړي دي.

د طالبانو دغه تسلیم شوي کسان ادعا کوي چې په هغو څو غونډو کې یې ګډون کړی چې په‌کې د بادغېس ولایت ځینې برخې طالبانو ته پرېښودل شوي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، که دا کسان په حکومت کې وي، بادغېس به د ارام ساه وا‌نه‌خلي.

خو د بادغېس د سولې ټینګښت شورا رییس حاجي خلیل اڅکزي سلام‌وطندار سره په خبرو کې دا تورونه بې‌بنسټه بللي او محکمه کې یې د دې تورونو په اړه د سپیناوي له‌پاره تیاری ښودلی دی.

د اڅکزي په وینا، د طالبانو تسلیم شوی قوماندان رواني ناروغ دی او په تېرو کلونو کې هم د امنیتي ځواکونو په تېراېستلو سره د سولې له پروسې سره یوځای شوی و.

بله‌خوا د بادغېس د عامه نظم لوا پخوانی قوماندان او د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند امیرشاه‌خان نایب‌زاده هم دا تورونه ردوي او وايي، حاضر دی چې محکمه کې یې ورته ځواب ووایي.

په همدې‌حال کې د بادغېس د والي ویاند جمشېد شهابي وايي چې د تسلیم شوي طالب‌قوماندان خبرې یوازې تور دی او د موضوع د سپیناوي له‌پاره څېړنې روانې دي.

موږ وغوښتل چې د اجراییه ریاست سلاکار او د بادغېس د والي پخواني مرستیال آمر عبدالغني‌خان صابري او د زوري قوم مشر ملاعبدالرحمان نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=41673

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading