بازتاب نیوز

د ګمرکونو په چارو کې د لاسوهونکو د تعقیب په اړه د ولسمشر غني امر

٢٠ زمری ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

ولسمشر محمد اشرف غني وایي د ولایتي او ملي شوراګانو د غړو په ګډون هرڅوک چې د ګمرکونو په چارو کې مداخله کوي، باید تعقیب او وپوښتل شي.

د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د عوایدو د راټولولو او ګمرکي موضوعاتو په اړه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په توحید ملي مرکز کې د ویډیوکنفرانس له لارې دغه غونډه د والیانو، امنیه قومندانانو، د ملي امنیت رئیسانو، د ګمرکونو رئیسانو، د هرات، ننګرهار، بلخ، نیمروز، کندهار، فراه، فاریاب، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د مستوفیانو په ګډون جوړه شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په پیل کې د ګمرکونو د عوایدو معین نجیب الله وردک د موضوع په اړه معلومات ورکړل او د ولایتي او ملي شورا د ځینو استازو، محلي زورواکانو، قاچاقبرانو، د ګمرکونو د مسیرد محلي مسوولینو او ولسوالانو باج اخیستنه او لاسوهنې د عوایدو د زیاتوالي او راټولولو د برخې سترې ننګونې وبللې.

د ارګ مانی په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله راغلي، چې د افغانستان داخلي عواید باید سم مدیریت شي او په دې برخه کې هراړخیزو او غوڅو اقداماتو ته اړتیا ده.

ولسمشر غني زیاته کړه، هیڅوک د ګمرک په چارو کې د مداخلې حق نه لري. د ولایتي او ملي شوراګانو د غړو په ګډون هرڅوک چې د ګمرکونو په چارو کې مداخله کوي، باید تعقیب او وپوښتل شي.

هغه وویل، چې ګمرکونه باید په امنیتي سیستمونو سمبال شي، ترڅو د مداخله ګرو افرادو شتون مشخص شي، همداراز داسې مقرره دې ترتیب شي چې دګمرکونو په ساحه کې د نظامي خلکو حضور تعریف شي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د ګمرکونو د کارکوونکو د ساتنې لپاره باید تدابېر ونیول شي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/15252

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading