بازتاب نیوز

محقق: دولتي ځواکونو ته مرسته رسولو کې د حکومت کړنه د پوښتنې وړ ده

٢٠ زمری ١٣٩٧ طلوع نیوز

د دولتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ د جګړې له زور اخستو سره جوخت، د اجرايي ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي چې په جګړیزو سیمو کې دولتي ځواکونو ته د مرستې رسولو څرنګوالی د پوښتنې وړ دی.

ښاغلي محقق له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي په داسې حال کې چې حکومت په یوه شپه کې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې غړي وژغورل، خو د امینتي ځواکونو په وړاندې  د ارزګان او غزني په څېر سیمو کې بې پروايي کوي.

هغه زیاته کړه:«د بېلګې په توګه له درزاب څخه د داعش په ایستلو کې دا هوايي ځواک له کومه شو چې په یوه شپه کې یې ۲۵۰ تنه ولېږدول، خو د ارزګان په چنارتو کې (دولتي ځواکونه) له یوې اوونۍ راهیسې په کلانبدۍ کې وو، دوه تنه یې را بهر نه شوی کړای.»

خو بلخوا په یو شمېر نورو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د کلابندېدو خبرونه خپاره شوي دي.

اخوا د اروزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ یو شمېر سرتېرو له طلوع نیوز سره په اړیکه کې ویلي، چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو له لوري کلابند دي او آن اوبه او د خوراکي توکي ورته پاتې نه دي او هېڅ ډول مرسته ورته رسېدلې نه ده.

خو ملي دفاع وزارت ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونو ته د هېواد په ټولو برخو کې امکانات او تجهیزات استول شوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وویل:«په ۲۴ ساعتونو کې موږ په خاص ارزګان کې دوه الوتنې لرلې.»

له دې وړاندې داسې پېښې رامنځته شوي چې په خپل وخت د هوايي مرستو په نه رسېدو سره ځواکونه له منځه تللي. لکه څرنګه چې څه موده مخکې د ملي اردو لسګونه سرتېري د چنارتو په ولسوالۍ کې له څو ورځو کلابندۍ وروسته تري تم شول او له هغې وروسته یې مړي وموندل شول.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D9%85%D8%AD%D9%82%D9%82-%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA%D9%8A-%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%85%D8%B1%D8%B3%D8%AA%D9%87-%D8%B1%D8%B3%D9%88%D9%84%D9%88-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%DA%A9%DA%93%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D9%BE%D9%88%DA%9A%D8%AA%D9%86%DB%90-%D9%88%DA%93-%D8%AF%D9%87

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading