بازتاب نیوز

غزني کې د جکړې دوام؛ طالبانو د ښار ځینو برخو کې پوستې جوړې کړي

٢٠ زمری ١٣٩٧ طلوع نیوز

د شنبې په ورځ هم د غزني ښار په ځينو برخو کې دولتي ځواکونه او طالبان له یو بل سره ښکېل شول. چې د دغه نښتې د پنجشنبې په شپه (د زمري په ۱۸ مه) پیل شوې او د ښار ځينې برخې حتا د طالبانو لاس ته ورغلې.

خو د شنبې ورځې په پېښو کې، دولتي ځواکونه، د ښار په مرکزي برخو کې حضور درلود او هڅه یې کوله ترڅو په غزني کې د دولتي او خصوصي بنسټونو امنیت تامین کړي. په دې لړ کې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په ځينو برخو کې د څو ساعتونو لپاره د کابل- غزني لویې لارې د بندېدو خبر هم خپور شوی دی.

په غزني ولایت کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول فرید عمري چې کابل ته راغلی له غزني څخه کابل ته د ډېرو کورنیو راتګ په اړه خبرې کوي:«ډېری خلک کابل خوا ته راغلي هغه کسان چې د امنیه قومندان، دویمې امنیتي حوزې، ولایت مقام، په شاوخوا کې کورونه لرل، ټول له دغو سیمو بهر شوي دي.»

په ورته مهال په ولسي جرګه کې د غزني استازي په کابل کې د شنبې په ورځ (د زمري په ۲۰ مه) د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په دې ولایت کې له روان وضعیته سخت اندېښمن دي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاه گل رضایي څرګنده کړه:«په ډېریو موردونو کې، د مخنیوي پر ځای، موږ د امنیتي ځواکونو د ډېرې مرګ ژوبلې شاهد یوو، د پوستو د پرځېدو شاهد یوو، د ولسوالیو د پرځېدو شاهد وو او وروسته د افغانستان دولت اقدام کړی دی.»

په داسې حال کې چې امنیتي ادارې د جګړې د کابو کولو خبره کوي خو رپوټونه وايي، چې طالبان د ښار په شاوخوا کې ځای پرځای شوي او دغه راز یې په پلټنو لاس پورې کړی دی.

د کورینو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې په غزني کې د امنیتي ځواکونو د اوسنیو پروګرامونو د څرنګوالي په اړه یادونه وکړه.

ښاغلي دانش څرګنده کړه:«دم‎ګړۍ، موږ په غزني کې د چاڼ او پلټنې پروګرام پیل کړی، له بده مرغه تراوسه هم ځينې ډزې اورېدل کېږي، په خانګړې توګه د اندړو ولسوالۍ په شمالي برخه کې د حسن اباد په سیمه کې.»

خو د پوځي چارو شنوونکی عتیق الله امرخېل،د طالبانو د بریدونو په وړاندې د دولتي ځواکونو کړنه د پوښتنې وړ بولي.

هغه وايي:«له هغې وروسته کله یې چې قطعې ته اور ورته کړ او ولاړل، له هغې وروسته بریا زموږ نه ده! دښمن چې خپلې موخې ته ورسېد او وسله یې یوړه، خپل وسایل یې یوړل، موسسو ته یې اور ورته کړ، هغه بریالی شو! موږ چې ټول یې ووژو، خو موږ خپله دنده نه ده ترسره کړې.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېر یوه کال راهیسې تل په غزني کې د خرابې امنیتي وضعیت په هکله راپورونه خپاره شوي دي.

 د یادونې وړه ده چې د غزني له اتلسو ولسوالیو یوازې مالستان، جاغوري او ناور کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ ښودل کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%BA%D8%B2%D9%86%D9%8A-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%AC%DA%A9%DA%93%DB%90-%D8%AF%D9%88%D8%A7%D9%85%D8%9B-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%DA%9A%D8%A7%D8%B1-%DA%81%DB%8C%D9%86%D9%88-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%88-%DA%A9%DB%90-%D9%BE%D9%88%D8%B3%D8%AA%DB%90-%D8%AC%D9%88%DA%93%DB%90-%DA%A9%DA%93%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading