بازتاب نیوز

په کابل ښار کې یو تن د خپل زوی د وژنې په تور نیول شوی

٢٠ زمری ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي وایي د کابل ښار له مربوطاتو څخه یو تن د خپل زوی د وژنې په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

د کابل د امنیې قوماندانی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې رمضان د خدا داد زوی او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالی اصلي اوسیدونکی د خپل زوی د وژنې په تور نیول شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې رمضان اوس مهال د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بهادر خان سیمې اوسیدونکی دی، د خپل ۱۶ کلن زوی د وژنې په تړاو د پجنشبې په ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د امنیې قوماندانی د معلوماتو له مخې، رمضان څو موده وړاندې خپل ۱۶ کلن زوی په بې رحمانه توګه وژلي و او جسد یې د خپل کور د انګړ په  صحن کې پټ کړی و.

تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو په وروستیو میاشتو کې د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/15257

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading