بازتاب نیوز

د افغانستان له فضا هره ورځ درې نیم سوه الوتکې تېرېږي

٢٠ زمری ١٣٩٧ بی بی سی

د انځور حقوق

Reuters

Image caption

د افغانستان له فضا په تېر ټول کال کې ۹۰ زره الوتکې تېرې شوې او شاوخوا دوه لکه کورنۍ الوتنې شوې.

د افغانستان د ملکي او هوايي چلند چارواکو اعلان وکړ چې د ۲۰۱۳ کال پر تله یې عواید درې برابره ډېر شوي او د نویو هڅو پر مټ به دا لا هم زیات شي.

هره ورځ شاوخوا درې نیم سوه الوتکې د افغانستان له فضا تېریږي او د افغانستان دننه هره ورځ‌ شاوخوا زر ملکي او پوځي الوتنې کېږي.د هوایي چلند افغان کارپوهان وايي، د هوا له لارې افغانستان د سوېلي هېوادونو نښلولو لپاره یوه ښه څلورلارې ده چې خلیج هېوادونه او سعودي له چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره تړي او د دې لپاره دوه نورې هوايي کرښې هم جوړې کړې چې ټولې یوولس کرښې کېږي.

د افغانستان له فضا په تېر ټول کال کې ۹۰ زره الوتکې تېرې شوې او شاوخوا دوه لکه کورنۍ الوتنې شوې. د افغانستان پر فضا شوې الوتنې چورلکو، بي ۵۲ بم غورځوونکو، بې پیلوټه او کورنیو او بهرنیو ترانسپورتي الوتکو کړي دي.د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي وايي، افغانستان اوس د فضا له لارې د اسیا لپاره په څلورلارې اوښتې.د افغانستان هوایی حریم په نوي رادار سېستم وپوښل شوسعودي د کاناډا لویو ښارونو ته الوتنې درولېبیا به آریانا الوتکه کې سفر وکړم؟پر کانټیننټل برید د کام ایر شرکت ۷۵ سلنه الوتنې کمې کړي دی وایي، د بېلابېلو هېوادونو الوتکې د دې هېواد د فضا له بېلو برخو تېریږي چې د اسانتیا لپاره یې دوه نورې فضايي کرښې هم ورته جوړې کړې.دی زیاتوي، هغه الوتکې چې یوازې د افغانستان له فضا تېریږي ۷۰۰ ډالره باید دې هېواد ته فیس ورکړي.ښاغلی حبیبي وايي، په ټولیز ډول د پنځو کلونو مخکې پر تله تېر کال یې عواید درې برابره زیات شوي وو.ده تمه وښوده چې دا به نور هم زیات شي ځکه چې د نوي رادار سیستم په رامنځ ته کېدو او د فضا کنټرول په اخیستو سره اوس الوتکې کولی شي په لوړه فضا کې د کمو تېلو په لګښت الوتنې وکړي.چارواکي وايي، مخکې یې یوازې دوه راداره درلودل چې د کندهار او کابل شاخوا ۶۰ کیلومتره فضا به یې څارله خو اوس یې په ۳۶ ځایونو کې وسایل لګولي چې د ټول افغانستان فضا څاري.افغان حکومت وايي، دوه کاله یې هڅې وکړې چې د دې هېواد فضايي حریم په خپله کنټرول کړي او د دې لپاره یې نوی رادار سیستم ولګاوه او هوايي ډګرونو یې خپل کړل. په دې چارې شاوخوا سل میلیونه ډالره لګول شوي دي.

د انځور حقوق

@hchakhansuri

Image caption

ولسمشر غني د کابل هوايي ډګر کې د رادار نوی سیستم هم پرانیست.

له دې مخکې په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې ناټو او امریکایانو په داسې یوه مرکز کې د افغانستان فضا څارله چې ان افغانانو ته د ورتګ اجازه هم نه وه.د افغانستان ډېری ولایتي هوايي ډګرونه د شپې لخوا بند وي، خو د لویو ښارونو لکه کابل او کندهار نژدې ۲۴ ساعتونو کې الوتنې لري.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45159802

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading