بازتاب نیوز

طالب پلاوي له ازبكستاني چارواكو سره خبرې کړې

٢١ زمری ١٣٩٧ د كليد ګروپ

وسله والو طالبانو تاشكند ته د خپل سياسي دفتر د پلاوي سفر تاييد كړ.

په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، د دغه دفتر د رئيس شېر محمد عباس ستانكزي په مشرۍ پلاوي د روانې اګسټ مياشتې له شپږې تر لسمې نېټې د ازبكستان د چارواكو په بلنې دې هېواد ته سفر درلود.

په خبرپاڼه كې راغلي، طالب پلاوي د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د جمهور رئيس استازي عصمت الله ارګاشيف سره وکتل او په افغانستان کې يې د ازبکستان د اوسنيو او راتلونکو پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا د لين پر امنيت خبرې وکړې.

د سرچينې په وينا، همدارنګه له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو او دا چې په دې هېواد كې څنګه سوله راتلای شي؟ په دې اړه د ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول.

تر دې مخكې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و، ازبک چارواكو د طالب استازو هرکلى کړى او دواړو لورو په افغانستان کې د سولې بهير پر شرايطو خبرې کړې دي.

 

The post طالب پلاوي له ازبكستاني چارواكو سره خبرې کړې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/08/12/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8-%D9%BE%D9%84%D8%A7%D9%88%D9%8A-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D8%B2%D8%A8%D9%83%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D9%8A-%DA%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%83%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AE%D8%A8/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading