بازتاب نیوز

افغان او روسي چارواكو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

٢١ زمری ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر تېره ورځ په خپل كاري دفتر كې د روسيې له سفير الکساندر مانتيسکي سره وکتل.

د ملي امنيت شورا دفتر وايي، په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزو امنيتي همکاريو پر څرنګوالي او د اقتصادي اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې.

دوى همدارنګه د سولې او پخلاينې په بهير کې پرمختګونه تر بحث لاندې ونيول او په دې برخه کې يې د همکاريو پر څرنګوالي نظرونه تبادله کړل.

اتمر د افغانانو لخوا د سولې ټينګښت په هدف د اروبند د احتمالي اعلان په اړه بحث وکړ او زياته يې کړه، په سوله او ډزبندۍ کې ژوند د هر افغان هيله ده او حکومت مسووليت لري، چې د ټولو افغانانو د هيلو او غوښتنو پرځاى کولو لپاره اقدامات وکړي.

بلخوا مانتيسکي د سولې او پخلاينې په لاره کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ او د دوه اړخيزو امنيتي او اقتصادي همکاريو د پراختيا په برخه کې يې افغان لوري ته د خپل هېواد د هراړخيزو هڅو ډاډ ورکړ.

 

The post افغان او روسي چارواكو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/08/12/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D8%B1%D9%88%D8%B3%D9%8A-%DA%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%83%D9%88-%D9%BE%D8%B1-%D8%A8%DB%90%D9%84%D8%A7%D8%A8%DB%90%D9%84%D9%88-%D9%85%D9%88%D8%B6%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading