بازتاب نیوز

حکمتيار: افغانستان کې د ترخو تجربو تکرار نه غواړو

٢١ اسد ١٣٩٧ حبیب الرحمن حکمتیار

21 اسد 1397

         

اخبار / لیکنی

 

 

د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امير ښاغلي حکمتيار صاحب خپل کاري دفتر کې د پنجشير ولايت اړوند قومي مشرانو، جهادي قمندانانو او ځوانانو سره د هيواد په روان وضعيت او د پنجشير ولايت په سياسي او امنيتي حالت سر بيره د ټاکنو په اړه تفصيلې خبرې وکړې.

د جهاد او زادۍ رهبر ښاغلي حکمتيار صاحب وويل: د پنجشير اوسني مطرح او پيژندل شوي شخصيتونه هماغه دي، چې د حزب اسلامي په اداري سيستم کې پاتې شوي او واړه واړه ماموريتونه يې ترسره کړيدي، د دوی لمړنۍ روزنه په حزب اسلامي کې شوې.

نوموړي زياته کړه: موږ کابو نيمه پيړۍ مبارزه وکړه، په دې لار کې مو د داخلي او خارجي حريفانو رنګارنګ دسيسي او دامونه وليدل، زموږ د رقيبانو لويه هڅه همدا وه چې حزب اسلامي ختم او له منځه يې يوسي خو تر ننه يې دا ارمان نه يوازې دا، چې نه دی پوره شوی بلکې حزب اسلامي نور هم غښتلی او پياوړی شوی او ان شاالله ډير ژر به خپل ارمان ته ورسيږي. 

نوموړي زياته کړه: حزب اسلامي وتوانيد، چې د هيواد ګڼ شمير مطرح احزاب پر خپل محور راټول کړي او د راتلونکو ټاکنو لپاره يې په يوې ګډې طرحې توافق ته ورسوي. 

حزب اسلامي اصولي، رڼې او پر وخت ټاکنې غواړي، داسې ټاکنې چې پايله کې يې د هيواد ممثل پارلمان رامنځ ته شي او د ولس د خوښې او خواخوږی نوماند راوړاندې شي. 

ښاغلي حکمتيار صاحب زياته کړه: اوس هم ځينې په دې باور دي، چې ټاکنې بايد تحريم شي، ځينې نور بيا د مؤقت حکومت د رامنځ ته کيدو هيله لري او ځينې په ټاکنو کې د تقلب او جعل کارۍ پلوي دي، خو حزب اسلامي واک ته د رسيدو لار يوازې عادلانه او شفاف انتخابات ګڼي، له همدې لارې غواړي د هيواد روان بحران پای ته ورسوي.

نوموړي خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړه: د مؤقت حکومت غوښتنه، د بن کنفرانس د دائريدو تمه او د شومو هدفونو په موخه د لويې جرګې راغوښتل د افغانستان په تاريخ کې ترخې تجربې دي او نه غواړو، چې دا تجربې بيا ځل تکرار شي.

۱۳۹۷د زمري ۲۰مه

راپور: د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر ـ فرهنګي څانګه

لینک اصلی: http://hekmatyar.af/425/%D8%AD%DA%A9%D9%85%D8%AA%D9%8A%D8%A7%D8%B1-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%AA%D8%B1%D8%AE%D9%88-%D8%AA%D8%AC%D8%B1%D8%A8%D9%88-%D8%AA%DA%A9%D8%B1%D8%A7%D8%B1-%D9%86%D9%87-%D8%BA%D9%88%D8%A7%DA%93%D9%88

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از حبیب الرحمن حکمتیار

آخرین خبر ها:

Loading