بازتاب نیوز

په رومانیا کې زرګونه کسانو پرون شنبه بیا د خپل حکومت پرضد مظاهره وکړه

٢١ زمری ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

مضاهره کوونکو چې د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې د ښار پر مرکزي څلور لارې را غونډ شوي وو، د خپل هېواد بېرغونه لېږدول.

اعتراض کوونکي د حکومت تبدیلي غواړي.

هغوي وايي چې حکومت يې په وروستیو کې په قوانینو کې داسې بدلون راوستي چې په مالي درغلیو کې د ښکېلو کسانو څارنه او له هغوی سره قانوني چلند ګرانوي.

په رومانیان کې تر دې یوه ورځ مخکې په مظاهره کې د تشدد راپور ورکړ شوی و.

چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې ۴۴۰ تنه زخمیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي وو چې ۲۰ تنه یې د مظاهرو ضد پولیس وو.

د رومانیا ولسمشر کلاسو یوهانیس چې د خپل هېواد د چپ اړخې مقننه قوې له سختو منتقدانو دی، له مظاهره چیانو سره د پولیسو چلند ظالمانه بللی دی.

اصلي اړیکې: http://kandahar-tv.com/2018/08/په-رومانیا-کې-زرګونه-کسانو-پرون-شنبه-بی/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading