بازتاب نیوز

له طالبانو سره د اوربند د احتمالي اعلان په اړه د حنیف اتمر څرګندونې

٢١ زمری ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له وسله والو طالبانو سره د حکومت له خوا د اوربند د احتمالي اعلان په اړه وایي چې په سوله او ډز بندۍ کې ژوند د هر افغان هیله ده او حکومت مسوولیت لري، چې د ټولو افغانانو د هیلو او غوښتنو د پرځای کولو په موخه اقداماتو وکړي.

ښاغلي اتمر دغه څرګندونې په کابل کې د روسیې له سفیر الکسندر مانټیټسکي سره د کتنې پر مهال وکړې.

د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو پر څرنګوالي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

خبرپانه زیاتوي، چې دوی همدارنګه د سولې او پخلاینې په بهیر کې پرمختګونه تر بحث لاندې ونیول او په دې برخه کې د همکاریو پر څرنګوالي نظرونه تبادله کړل.

د ملي امنیت شورا د دفتر له مخې، د روسیې سفیر ښاغلي الکساندر مانتیسکي د سولې او پخلاینې په لاره کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ وکړ او دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادی همکاريو د پراختیا په برخه کې یې د خپل هېواد له هر اړخیزو هڅو څخه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.

 

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/15261

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading