بازتاب نیوز

اتمر د څلور اړخيز ميکانيزم د همکاريو او پرېکړو پر عملي کولو ټينګار وکړ

٢١ زمری ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د خپل کار په دفتر کې د سعودي عربستان له سفير جاسم الخالدي سره وکتل.

د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي او امنيتي همکاريو پر بهبود او پراختيا خبرې وشوې.

الخالدي اتمر ته ډاډ ورکړ، چې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا، سياسي او امنيتي همکاريو د بهبود او دوام په هدف يې هېواد هر ډول همکاريو ته چمتو دى.

نوموړي د افغانستان، سعودي عربستان، امريکا او متحده عربي اماراتو د ملي امنيت سلاکارانو په کچه د څلور اړخيزو همکاريو د ګډ ميکانيزم رامنځته کول هيله بښونکي وبلل او د دې ميکانيزم د غړو ترمنځ په بحثونو کې د شوو پرېکړو د عملي کولو لپاره يې چمتووالى وښود.

وروسته اتمر وويل، د كابل او رياض ترمنځ د اړيکو پراختيا د ټولو افغانانو هيله ده.

نوموړي زياته کړه، د څلور اړخيزو همکاريو په ميکانيزم کې د سعودي عربستان رول او ونډه مهمه ده او د دغه ميکانيزم د پرېکړو پر عملي کولو يې ټينګار وکړ.

 

The post اتمر د څلور اړخيز ميکانيزم د همکاريو او پرېکړو پر عملي کولو ټينګار وکړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/08/12/%D8%A7%D8%AA%D9%85%D8%B1-%D8%AF-%DA%85%D9%84%D9%88%D8%B1-%D8%A7%DA%93%D8%AE%D9%8A%D8%B2-%D9%85%D9%8A%DA%A9%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%B2%D9%85-%D8%AF-%D9%87%D9%85%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D9%88-%D8%A7%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading