بازتاب نیوز

د کابل-کندهار لاره تړلې ده، مسافر پر واټونو ویده دي

٢١ زمری ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

د کابل ـ کندهار لویه لاره نن یک شنبه هم د ترافیکو پر مخ د وسله والو طالبانو له لوري تړلې شوي ده.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی وایي د کابل ـ کندهار لویه لاره په سیدآباد ولسوالۍ کې د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شیرازي بابا سیمه کې وسله وال طالبان نن هم د کابل ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

دا لاره په غزني کې د طالبانو له ډلییزو بریدونو وروسته تړل شوې ده.

طالبانو د تیرې جمعې په شپه پر غزني بریدونه پيل کړ، مخابراتې شبکې فعالیتونه یې پرې کړل او ټولو لارې یې د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

نن دریمه ورځ ده چې غزني کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي، خو دا چې دغه ولایت کې اړیکې ن ټینګیږي، د نښتې پورنه جزیات نه دي ورکړل شوي.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/35360-2018-08-12-03-49-12

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading