بازتاب نیوز

طالبانو نن هم د کابل کندهار لویه لار تړلې ده

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کابل ـ کندهار لویه لاره نن هم د ترافیکو پر مخ د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې ده.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي وایي د کابل ـ کندهار لویه لاره په سیدآباد ولسوالۍ کې د ترافیکو پرمخ تړلې ده. ددوی په خبره د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شیرازي بابا سیمه کې وسله وال طالبان نن هم د کابل ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده. دا لاره په غزني کې د طالبانو له ډله ییزو بریدونو وروسته تړل شوې ده. طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني بریدونه پيل کړل، د مخابراتي شبکو فعالیتونه یې پرې کړل او ټولې لارې یې د ترافیکو پر مخ تړلې دي. نن دریمه ورځ ده چې غزني کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي، خو دا چې دغه ولایت کې اړیکې نه ټینګیږي، نو له دې امله لا هم د جګړې په اړه پوره جزیات نه دي خپاره شوي. (0)The post طالبانو نن هم د کابل کندهار لویه لار تړلې ده appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/طالبانو-نن-هم-د-کابل-کندهار-لویه-لار-تړل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading