بازتاب نیوز

د ولسي جرګې لسګونو کانديدانو ته خبرداری ورکړل شوی

٢١ زمری ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو ۴۵ کانديدانو ته جدي خبرداری، خبرداری او سپارښتنه کړې ده.

د هغه سند له مخې، چې رسنيو ترلاسه کړی، اتو کانديدانو ته جدي خبرداری ورکړل شوی، چې له خوسته همايون همايون او محمد انور اورياخېل هم په کې شامل دي.

همدارنګه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ۳۰ کانديدانو ته خبرداری ورکړی، چې په كې د ولسي جرګې د اوسني رئيس او د کندوز ولايت اوسېدونکي عبدالروف ابراهيمي، له ننګرهاره د عبدالظاهر قدير، له کندهاره د محمد نعيم لالي حميدزي او عبدالرحيم ايوبي، له کابله د الله ګل مجاهد او احمد بهزاد او له بدخشانه د فضل العظيم زلمي مجددي نومونه راغلي دي.

په دې لېست کې، چې رسنيو ترلاسه کړی، پنځو کانديدانو ته سپارښتنه شوې ده.

د لېست په پای کې ويل شوي، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لخوا ياد شمېر کانديدانو ته د اصلاح په هدف جدي خبرداری، خبرداری او سپارښتنه شوې ده.

په لېست کې راغلي، که چېرې د دغو کانديدانو د تخلفاتو په اړه زيات معلومات ترلاسه شي، نو د كانديدانو له لېسته د هغوی د لرې کولو تصميم به ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

The post د ولسي جرګې لسګونو کانديدانو ته خبرداری ورکړل شوی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/08/12/%D8%AF-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%DA%AB%DB%90-%D9%84%D8%B3%DA%AB%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%8A%D8%AF%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading