بازتاب نیوز

د ازبکستاني چارواکو او د طالبانو سیاسي استازو ترمنځ د وروستي ناستې جزئیات

٢١ زمری ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت تائیدوي چې ازبکستاني چارواکو په تاشکند کې یې د طالبانو له سیاسي پلاوی سره کتلي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د شیر عباس ستانکزي په مشری د طالبانو پلاوی د اګسټ میاشتې له ۷ مې نیټې څخه تر ۱۰ مې نیټې پورې د بهرنیو چارو وزارت په کچه له ازبکستاني چارواکو سره جلا جلا لیده کاته درلودلي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ازبکستاني چارواکو او د طالبانو سیاسي استازو د سولې خبرو اترو په اړه بحث او خبرې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو سیاسي استازو له ازبکستاني چارواکو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د سولې او پخلاینې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

د طالبانو سیاسي استازو د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کمیلوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره هم کتلي.

د راپورونو له مخې، د کتنې په ترڅ کې دواړو غاړو په افغانستان کې یې د ازبکستان د پرمختیایي پروژو په اړه بحث او خبرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف تر دې مخکې ویلي و چې ازبکستان چمتو دی چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/15268

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading