بازتاب نیوز

د وسله والو غلاوو په تور د څلورو پوليسو په ګډون شپږ تنه نيول شوي

٢١ زمری ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د هرات پوليس وايي، شپږ تنه يې د وسله والو غلاوو او دوه تنه د الکولي مشروباتو د لېږد په تور نيولي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د وياند د دفتر سرپرست سيد احمد محمدي کليد ته وويل، دا شپږ تنه، چې پنځه يې د فراه اوسېدونکي دي، له دوه ميله تومانچو، يو ميل امبرليس وسلې او درېيو تښتول شوو موټرونو سره د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

د نوموړي په خبره، له دې ډلې يو تن په هرات کې پوليس ساتنمن او درې نور د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس دي.

د يو بل خبر له مخې، له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې پوليسو د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ په شاهراه غنډ سيمه کې ۸۲ بوشکې الکولي مشروبات ترلاسه كړي دي.

محمدي په دې اړه كليد ته وويل، د دغو مشروباتو د لېږد په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دې کسانو ياد الکولي مشروبات په ګلران ولسوالۍ کې په يوه فلاينکوچ موټر کې ځای پرځای کړي وو.

د هرات پوليس وايي، تورن کسان د څېړنو لپاره تر څارنې لاندې دي.

The post د وسله والو غلاوو په تور د څلورو پوليسو په ګډون شپږ تنه نيول شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/08/12/%D8%AF-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%88-%D8%BA%D9%84%D8%A7%D9%88%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D9%88%D8%B1-%D8%AF-%DA%85%D9%84%D9%88%D8%B1%D9%88-%D9%BE%D9%88%D9%84%D9%8A%D8%B3%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading